نړۍ

یمن: د اماراتو ۴۵ او بحرین ۵ عسکر وژل شوي

نن ټکی آسیا (شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د متحده عرب اماراتو د پوځي رهبرۍ له خوا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه هیواد ۴۵ تنه عسکر د یمن په جګړه کې په داسي حال کې وژل شوي، چې هغوی د یمن د مشروع حکومت لپاره جنګېدل.

د متحده عرب اماراتو رسمي خبري اژانس (وام) هم د دې خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د پوځ رهبري د دغو پوځیانو له کورنیو سره ځان په غم کې شریک بولي.

د متحده عرب امارات ولسمشر شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د نن ورځي (وږی ۱۴) څخه د درو ورځو لپاره ماتم اعلان کړ چې په دغه ورځ به په رسمي ادارو کې خپل بیرغونه هم نیم ځوړندوي.

بل خوا د بحرین دفاع وزارت هم اعلان کړی چې د دوی هم پنځه تنه عسکر د یمن په جګړه کې وژل شوي.

تر اوسه په دغه جګړه کې د سعودي د وژل شویو عسکرو کره شمېره نه ده مالومه.

د یمن مشروع حکومت چې د پخواني ولسمشر علي عبد الله صالح په خلاف د منصور هادي عبدربه په مشرۍ تشکیل شوی وو، وروسته د یمني شیعه مذهبه ملیشو حوثیانو له خوا له منځه یووړل شو او پر ځای یې بیړنۍ حالت اعلان شو.

منصور هادي عبدربه چې اوس په سعودي کې استوګن دی، د سعودي په مشري د عربي ایتلاف هیوادونه یې یمن ته د بیا ګرځېدو لپاره په یمن کې جګړه پیل کړې، چې د روان میلادي کال د مارچ میاشتي د ۲۵مې څخه پیل شوي او تر اوسه هم ادامه لري.

باید وویل شي چې متحده عرب امارات او سعودي که له یوه اړخه په یمن کې د مشروع حکومت د بیا تعیینولو لپاره جنګیږي، خپل پوځیان قربانوي، خو له بله اړخه د کتونکو په نظر همدا دوه هیوادونه وو چې په مصر کې د اخوان المسلمین په مشري جوړ شوي مشروع حکومت پر ضد یې کودتا ته لاره اواره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x