نړۍ

سعودي عربستان: د ايران اتومي پروګرام په اړه د امريکا په ژمنو باور لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): سعودي عربستان وايي، چې د ايران اتومي پروګرام په اړه د امريکايي ولسمشر بارک اوباما پر ژمنو او ډاډ باور لري، چې د ايران اتومي پروګرام له امله به خليجي هېوادونو ته هېڅ ګواښ نه متوجه کيږي.

تېره ورځ د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير په ملتيا سپينه ماڼۍ کې امريکايي ولسمشر بارک اوباما سره د منځني ختيځ، په ځانګړې توګه د سوريې کشالې او ايران هستوي پروګرام په اړه خبرې اترې وکړې.

دواړو هېوادونو هوډ څرګند کړ، چې د سوريې کشالې لپاره به د جينوا تړون له مخې تلپاتې حل د موندلو هڅه کوي او بشار الاسد بايد له واکه لاس پر سر شي.

امريکايي چارواکو د ايران هستوي پروګرام په اړه هم سعودي عربستان ته ډاډ ورکړی، چې د ايران اتومي تړون به سعودي عربستان او خليجي هېوادونو ته هېڅ زيان نه اړوي او نه به راتلونکي وخت کې خليجي هېوادونو ته څه ګواښ وي.

د روان کال په پيل کې، چې ملک سلمان بن عبدالعزيز امريکا ته تللی و، امريکايي چارواکو ته يې د ايران اتومي پروګرام په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې وې.

خلېجي هېوادونه له ډېرې مودې اندېښمن دي، چې ايران له پخوا هم منځني ختيځ کې د پراختيايي فکر په موخه مداخلې کوي او له اتومي تړون وروسته به يې دغه «ناوړه عزم» نور هم قوي شي، مګر امريکايي چارواکو سعودي عربستان ته ډاډ ورکړی، چې د ايران اتومي پروګرام به د «شرخوښو» موخو پر ځای د ايران د پرمختګ لامل وي.

د کارپوهانو په اند د سعودي پاچا په داسې وخت کې واشنګټن ته سفر کوي، چې د ايران اتومي پروګرام او سوريه کې د بشارالاسد پر ضد د نظامي ځواک له کارولو سره د امريکا د سوړ غبرګون له امله د دواړو هېوادونو اړيکې بې خونده دي.

د روان کال مې مياشت کې امريکا کې د کيمپ ډيوډ غونډه کې سعودي پاچا ګډون نه و کړی او بارک اوباما د ملک سلمان دغه ګام د خپل ځان لپاره «تنبيه» ګڼلې وه.

سپينې ماڼۍ سعودي چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې يمن کې د هر ډول انساني مرستو همکاري کوي او خليجي هېوادونو کې به د ايران د مداخلې د مخنيوي هڅه کوي.

دواړو لوريو د فلسطين او اسراييلو په ستونزو هم خبرې وکړې او ملک سلمان ټينګار وکړ، چې د فلسطين ستونزه بايد «د عربي هېوادونو د سولې پلان» له مخې حل شي او دواړو لوريو ته په کې په درنه سترګه وکتل شي.

ملک سلمان وايي، چې هېواد يې امريکا سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی، چې ګټه يې نه يوازې دواړو هېوادونو ته، بلکې چې ټولې نړۍ ته يې خير ورسيږي.

د دواړو لوريو له رسمي غونډې وروسته د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري سپينه ماڼۍ کې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د خپلو خليجي ايتلافي هېوادونو هر ډول سياسي او نظامي مرستې ته ژمن دي.

نيويارک ټايمز د لوړپوړو امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې د اسلامي دولت ډلې او يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد سعودي عربستان ته د يو ميليارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو تړون بشپړ شوی دی او په لنډه موده کې به عملي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x