ادبي لیکني

ادبي ليكونه : شاعر اوسوله

هو!  زه شاعريم. د هغه ماشوم په موسکا مين شاعر، چې د مور پر تي يې له موسکا ډکه خوله ايښي وي او د هغې خوږ اومهربانه نظر يې تخڼوي.
زما د شعر رنگينه نړۍ په مينه او محبت ودانه ده؛ زه د جهان په ودانۍ او په کې د رنگا رنگ گلونو په خندا او غوړيدا مين يم.

د انسان خوښي او خوشالي، نيکمرغي، هوساينه او سوکالي زما د شعر مضمون دى.

زه  د هغه چا مقام په خپلو سندرو کې  په ډېره مينه هسک ساتم څوک، چې د انسان  له سر شر او افت ، کړاو او مصيبت کموي او دا يې هيڅکله  په چا نه پيرزو کيږي،

چې حهان جوړوونکي او بېوزلي نيکمرغه  کوونکي ماغزه يې د جنگ و جگړې  په سوزوونکو لمبو کې  په ايرو بدل شي.

څومره، چې انسان ښکلى او ښايسته وي، څومره، چې د انسان  د نړۍ جوړوونکې مټي د خپلې نړۍ  د ښکلا او د خپل ورور په نيکمرغه کوونکي کار بوخت وي؛ هومره به زما شعر ښايسته او له رنگينو ډک وي.

څومره، چې د نړۍ په مخ سولې، امنيت او کرارۍ خپله هوسا کوونکې او له سوکالۍ ډکه لمن خپره کړې وي، هومره زما د شعر رنگينه نړۍ مسته وي او د هر بيت ببلا ببلې کلمې به د مصيبت  ځپليو خولې له داسې  خندا څخه ډکوي، چې ازانگي به يې د لمر په نوراني ښارکې خوښي- خوشالي خپروي.

له عدالت خوښوونکې اوسوله دوستې نړۍ څخه د خپل شعر په  خوږو جملو کې غوښتنه کوم، چې د بشريت ځوروونکي جنگ او نړۍ تباه کوونکي  جگړې  د تورو لوخړو  پلوى تور ديو په گونډه کړي  او پرې نه ږدي، چې د نړۍ  د ورانولو او د ماشومانو په چاودلو شونډو د مليح تبسم د وچولو په خاطر ليوني خوبونه وويني او په خپل تور او نامقدس اتحاد کې د راټولو شويو شرمښانو په وسيله نړۍ سوزوونکى پلان تطبيق ته وړاندې کړي.
پريږدئ  چې تل سوله وي او د ورورولۍ  او مصيبت مينې  اومحبت نه په ډکه فضا کې دلمر خوشحالوونکي وړانګي  دنړۍ پرمخ وځليږي .
پريږدئ چې انسان  دخپلې نيکمرغۍ  لپاره دانسان دهوساينې  اوسوکالى په خطر خپله نړۍ  چې احسن الخالقين  دخپلو بندګانو دازموينې  لپاره  پيدا کړي  ده نوره هم ښکلي او ښايسته کړي او زما دشعر عندليب  په کې د سولي او دوستۍ سندره  دستورو روښاني نړۍ ته رسوي .

په درنښت
قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x