پېغور «مثبت فکر»

احمدالله احمدزی

ښځې په لومړۍ شپه د بې سوادۍ پيغور ورکړ او خاوند يې د دې اهل ونه باله، چې د ناوې د ژوند ملګری شي.
ځوان هم په ارامو دماغو د ناوې پيغورونه، ستغې او سپورې وزغملې او د توند عکس العمل پر ځای يې هڅه وکړه، چې د نوي ژوند شېبې رنګينې کړي او له ژونده خوند واخلي او د هرې ورځ په تېرېدو به يې د خپلې ناوې خبرې تېرولې.

د واده په درېمه له کوره پټ ووت، پرېکړه يې وکړه، چې له دې وروسته به نيمه ورځ کار کوي او له کاره وروسته به خپل درسونه پر مخ بيايي.

دا چې سليم خپل درسونه په شپږم ټولګي کې د کورنيو ستونزو له امله پرېښي و، له ماښام وروسته به د کلي ملا صيب او معلم اول خان ته ورتلو او هغوی به ورته وړيا درسونه ويل.

سليم خپل کور ته يوه مړۍ حلاله نفقه هم ګټي او بعد له وخته خپل درسونه هم پر مخ بيايي، په لنډه موده کې يې د معلم اول خان په مرسته د کلي ليسه کې د لسم امتحان ورکړ او په پرله پسې درې کالو کې يې لسم، يوولسم او دوولسم ټولګي ولوستل او په اعلی درجه له دوولسم فارغ شو.

سليم لا هم خپل کور او مېرمن ته نه دي ويلي، چې ده خپل درسونه پيل کړي او ښځه يې لا هم وخت پر وخت د نورو لانجې او تانو تر څنګ ده ته د بې سوادۍ پيغورونه ورکوي او دی يې داسې اوري، لکه نه يې چې اوري.

بله ورځ د جومات ملا صيب يو سوداګر ته معرفي کړ، چې د سليم د پوهنتون لګښت ومني او سليم هم د سوداګر په مرسته د ژورنالېزم ته کامياب شو.

د فاکولتې په دوهم کال کې و، چې په يوه سيمه ييزه راديو او ورځپاڼه کې يې دنده تر لاسه کړه او بله ورځ يې مور، پلار او ښځه له راديو د سليم غږ اوري، چې راديو کې خبرونه وايي او خلکو سره مرکې کوي.

کورنۍ ته يې دا اواز او حالت د منلو نه برېښي او سليم چې کور ته راځي، نو مور او پلار يې له خوښۍ په غېږ کې نيسي او د خپلې دندې مبارکي ورکوي، مګر ښځه يې له ډېر شرم او خجالته د سليم مخې ته نه ورځي، رنګ يې تک زېړ، شونډې يې رېږدي او په ساړه ژمي کې پرې د شرم او خجالت خولې راماتې دي.

سليم په ډېره مهربانۍ د خپلې ښځې لاس نيسي او مننه ترې کوي، چې دا يې ټول د ښځې هڅه او تشويق دی، چې سليم يې درسونو ته اړ کړ او د خپلې ناوې هغه پيغورونه يې د خپل مثبت فکر له برکته خپل تشويق او د هغې احسان وباله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د