ورزش

د افغانستان غوره لیګ: عقابان هندوکش د موجهای امو لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان غوره لیګ سیالیو په لړ کې عقابان هندوکش خپلې دوهمې لوبې کې د موجهای امو لوبډلې په وړاندې لوبه وکړه. دغه لوبه د ۱-۰ ګول په توپیر د عقابان هندوکش په بریا پای ته ورسیده.

د عقابان هندوکش پیاوړی او غښتلی لوبغاړی مهدي بهزاد دغې لوبې کې بیرته لوبډلې ته راغی. د لوبې په ۳۰مه دقیقه کې مهدي بهزاد توپ خپل ملګری زمری سالنګي ته پاس کړ خو زمری سالنګي د ګول وهلو دغه ښکلی فرصت له لاسه ورکړه.

د لوبې په ۳۸مه دقیقه کې مهدي بهزاد یو ځل بیا د ګول وهلو هڅه وکړه خو بریالی نشو. د لوبې لومړۍ نیمايي پرته له دې چې کومه لوبډله ګول ترسره کړي ۰-۰ سره پای ته ورسیده.

د لوبې دوهمه نیمايي د موجهای امو له چټکې او پیاوړې لوبې سره پیل شوه. د عقابان هندوکش لوبډلې د لوبې دفاعي بڼه خپله کړه او د موجهای امو د حملو مخه يي نیوله.

د دوهمې نیمايي د پیل په شیبو کې د موجهای امو لوبغاړی مسعود قاري زاده یوه غوره فرصت ترلاسه کړه او د عقابان هندوکش له دفاعي لیکې هم تیر شوی و خو دغه فرصت يي له لاسه ورکړ او د ګول په وهلو بریالی نشو او توپ د عقابان هندوکش دروازه ساتوونکی صفی الله عثماني کنټرول کړ.

د لوبې په ورستیو شیبو کې د عقابان هندوکش لوبغاړی بصیر حبیر د ګول په وهلو بریالی شو. بصیر حبیر د لوبې په ۸۶مه دقیقه کې د موجهای امو لوبډلې دفاعي لیکې دریبل کولو سره د عقابان هندوکش لپاره یو ډیر مهم ګول په وهلو بریالی شو.

موجهای امو لوبډلې د لوبې مساوي کولو لپاره ډیر هڅې وکړې خو د ګول په وهلو بریالی نشو. د لوبې په پاتې څلورو دقیقو کې کومه ځانګړې پیښه رامنځ ته نشوه.

لوبه د ۱-۰ په توپیر د عقابان هندوکش په بریا پای ته ورسیده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x