افغانستان

پل علم کې چاودنې لس تنه ټپيان کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د پلازمېنې کابل په ګاونډ لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د ولسي وګړو په يو موټر کې چاودنه شوې، چې له امله يې لس ولسي وګړي ټپيان شول.

د چاودنې په اړه د لوګر ولايت چارواکي بېلابېل نظرونه لري.

افغان اسلامي اژانس د لوګر امنيه قوماندانۍ د وياند داود احمدي له قوله ليکلي، چې د ولسي وګړو په يوه سراچه موټر کې چاوديدونکي توکي ځای پر ځای شوي و، چې له امله يې اته تنه ټپيان شول.

بل پلو د لوګر ولايتي شورا رييس عبدالحيسب ستانکزی بيا وايي، چې چاودنه د سرتير بريد له امله رامنځته شوې، مګر نورو چارواکو د ښاغلي ستانکزي څرګندونې رد کړي او وايي، چې د چاودنې کيفيت او اواز د سرتېري بريد نه و.

د لوګر د عامه روغتيا رياست وايي، چې د چاودنې لس ټپيان دولتي روغتون ته وروړل شوي او د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د پل علم ځايي خلک وايي، چې چاودنه نن سهار اته بجې د درملتونو مخته وشوه.

تر اوسه دا نه ده څرګنده، چې دغه سراچه له کوم ځايه راغلې وه او نه هم د ټپيانو هويت تر اوسه څرګند شوی دی.

د چاودنې مسؤوليت چا نه دی منلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x