افغانستان

کابل: زرګونو تنو د افغان هویت په ننګه لاريون پيل کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): نن په پلازمېنه کابل کې زرګونو تنو د دوی په خبره د خپل هويت په ننګه لاريون پیل کړ، چې لا هم روان دی.

لاريون کوونکي چې د عيدګاه مسجد مخې ته راټول شوي دي، له ځانو سره بېلابېل شعارونه لېږدوي، چې پکې يې په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کلیمو د ليکلو غوښتنې کړې دي.

د لاريون يو تن ګډوونکي حسیب الله نن ټکی اسیا ته وویل، چې دوی به تر هغو دې لاريون ته دوام ورکړي، تر څو يې ګډ حکومت پورته غوښتنې قبولې کړي.

دغه لاريون، چې د بېلابېلو ګوندونو، مدني ټولنو او ځوانانو له لوري يې نږدې ټوله تېره اوونۍ د تياري خبرونه ورکول کېدل، د پلازمېنې کابل په ګډون له ولایاتو نه هم سلګونه تنه ورته رارسېدلي دي.

لاريون کوونکي پخپلو شعارونو کې د اسلام او افغان کلیمو مخالفين د پرديو ایجنټان بولي او له حکومته غواړي چې له ملت سره له ټکره ځان وساتي.

د دوی په خبره څو ځله يې تر لاريون وړاندې حکومت ته یادونه وکړه، چې دوی به تر لاريون تېر خو د دوی غوښتنې دې ونه منل شي، خو په وينا يې وروستی ځل ورته ولسمشر نېغ ځواب ورکړ.Laryoun_TAzkira

تېره اوونۍ مدني بنسټونو ته د افغان هويت په ملاتړ د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره د ملاقات او خبرو وخت ور نه کړل شو، بلکې ولسمشر د خپل مشاور له لارې ورته ويلي و، چې په تذکرو کې د افغان کلیمې له لیکلو عاجز دی.

د ګډ حکومت له پيل سره د الیکترونیکي تذکرو کارکوونکو رسماً دنده پیل کړه، خو د دې حکومت له پیل کېدو سره په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلیمې مخالفين پیدا شول، چې اجرايوي رییس يې کلک ملاتړی دی.

ډاکټر عبدالله عبدالله تېره ورځ هم پر دې ټينګار وکړ، چې باید د دې تذکرو وېش ژر تر ژره پیل شي او په داسې ډول پیل شي چې څنګه يې وزېرانو شورا پرېکړه کړې ده، چې نه پکې اسلام او نه هم افغان کلیمې شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x