افغانستان

کابل، له ريکا وروسته د « سام » غونډې کوربه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): تېر ماښام د ريکا یا هم اقتصادي همکاريو له ګډې ناستې وروسته، ولسمشر اشرف غني د سام «Senior Officials Meeting» ناسته پرانيسته.

سام یا د لوړ رتبه چارواکو غونډې د پیل په مراسمو کې اشرف غني وویل چې که د سیمې هېوادونه له افغانستان سره ملا وتړي، دا فرصت به برابر کړي چې دا هېواد یو ځل بیا د اسيا د سوداګریزي څلورلارې نقش تر لاسه کړي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له خولې لیکل شوي چې پر افغانستان له اتکا وروسته به د هېواد د وارداتو اندازه کمه او نړیوال مارکيټ او کارموندنې ته به زمينه برابره شي.

د همدې ناستې د امنیتي خونديتوب په نامه په پلازمېنه کابل کې ټولې دولتي او غیر دولتي ادارې رخصت شوې دي، چې د چارو د ادارې له لوري يې د رخصتۍ اعلان تېره چهارشنبه وشو.

خو په ورته وخت کې همدا اوس پلازمېنه کابل د یو پراخ لاريون شاهد دی، دغه لاريون چې زرګونه ګډونوال لري په برېښنايي تذکروکې د اسلام او افغان کلیمو لیکلو غوښتنه کوي، چې ګډ حکومت يې ورسره نه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x