نن د الجزیرې ویب سایټ هیک شو
نن ټکی آسیا: د الجزیرې ویب سایټ چي په ملیونونو کسان یې ګوري، نن ماښام د الراشدون په نامه د یو ګروپ له خوا هیک شو.
ویل کیږي چي دا ګروپ د سوریا د نظامي ځواک الکتروني څانګه ده، چي په دې توانېدلې، چي دالجزیرې ویب پاڼه هیک کړي.
پر پاڼه باندي پر نشر شوي پیغام کي ویل شوي چي الجزیره د تروریستي تنظیمونو ملاتړ کوي، او غلط خبرونه خپروي، او همدۍی د سوريې د حکومت او ولس په ضد تبغلیات کوي، نو ځکه يې پاڼه هیک شول، او دا زمونږ رد دی.
د نن ټکي آسیا د پاکستان همکاران وايي چي پاڼه دلته په ټولو ښارونو کې بنده ده، او دا انځور په خپور شوی، خو په قطر کي چیري چي د الجزیره تلویزون مرکز دی، د نن ټکی آسیا همکار وايي چي هلته اوس هم پاڼه سمه او په نارمل حالت کې لیدل کیږي.
تر اوسه د الجزیره تلویزون مسئولینو په دې اړه څه نه دي ویل، او نه هم د خبر په اړه نور جزئیات تر لاسه شوي دي.