Ruzgan-map-10

روزګان: د خصوصي شرکت پنځو تنو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): په روزګان کې د يو خصوصي شرکت پنځو تنه مرګ ـ وژبله اوښتې ده.

د روزګان چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د سړک جوړونې د یو خصوصي شرکت درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د روزګان دامنيتي چارواکو له قوله د دې شرکت کارکوونکي تېره ورځ په مهر اباد سیمه کې د ماين چاودنې له امله ټپي او ووژل شول.

د روزګان د د ولايتي روغتون ډاکټر محمد نادر وايي چې د دوی روغتون ته درې مړي او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.

د هغه په خبره ټپيان او وژل شوي ټول د ننګرهار اصلي اوسېدونکي دي، چې په روزګان کې يې له دې شرکت سره دندې ترسره کولې.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د