تاجکستان: لس تنه په ډزو وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې او اړوند وحدت سیمه کې د حکومت او مخالفو وسله والو تر منځ نښته شوې، چې له امله يې لس تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

راپورونه وايي، چې د حکومت مخالفې ډلې له ډېرې مودې وروسته د پلازمېنې دوشنبې اړوند وحت نومې سيمه کې پر حکومتي ودانۍ بريد کړی، چې له امله يې اته عسکر ځای پر ځای وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د تاجکستان کورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د پخواني مرستيال دفاع وزير عبدالحليم نظار زاده په مشرۍ د حکومت مخالفې ډلې دغه بريد کړی او يو شمېر سپکې او درنې وسلې يې هم له ځان سره وړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې دوه بريدګر هم وژل شوي او د نورو پلټنه روانه ده.

له پېښې وروسته دوشنبه کې د امريکا سفارت د مراجعينو پر وړاندې خپلې دروازې تړلي او حکومت له خلکو غوښتي، چې خپل ماشومان ښوونځيو ته له تلو منعه کړي او له کوره راونه وځي.

د امريکا سفارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دوی د تاجکستان حالات په ډېر دقت څاري او د خپلو کارونو د پيل نېټه به راتلونکو څو ورځو کې اعلان کړي.

تاجکستان کې دا ډول پېښې د نشت برابر دي او د حکومت مخالفې اسلامپالې ډلې له سياسي لارو چارو د اصلاحاتو غوښتونکي دي، مګر د حکومت له لوري د مسلمانانو پر ضد د ژوند کړۍ ورځ تر بلې سختيږي. د «اسلامي نهضت» ګوند مشر، محی الدین کبیري هم له څه مودې راهیسې له دې وېرې هېواد ته نه ګرځي چې شاید د دکتاتور ولسمشر، امام علي رحمان د ملېشو له خوا ووژل شي.

تېره اونۍ هم د امام علي رحمان سيکولر حکومت د «اسلامي نهضت» د ګوند پر فعاليتونو بنديز ولګاو، چې په منځنۍ اسيا کې يوازينی اسلامپالی سياسي قانوني ګوند و.

د پېښو څارونکي وايي، چې دا پېښې د امام علي رحمان د سيکولر حکومت له لوري پر اسلامپالو د پرله پسې فشارونو زېږنده ده او کېدای شي دا بريد د نورو بريدونو او چاودنو پيلامه وي، چې له امله به يې د تاجکستان په ګډون د ګردې منځنۍ اسيا حالات ترينګلي شي.

د دغې وسله والې ډلې مشري د دفاع پخوانی مرستيال وزير عبدالحليم نظار زاده کوي.

له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۷ز کاله، چې د تاجکستان اسلامي نهضت ګوند د امام علي رحمان د حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوله او بيا وروسته د ملګرو ملتونو، سيمه ييزو او نړيوالو هېوادونو په منځګړيتوب او ضمانت اسلامي نهضت ګوند له وسله وال مخالفته لاس واخيست او د سولې ملي پخلاينې تړون له مخې په حکومت کې دېرش سلنه برخه ورکړای شوه، عبدالحليم نظار زاده د دفاع مرستيال وزیر و، مګر د امام علي رحمان کمونيست حکومت د وخت په تېرېدو د دغه تړون مخالفت پيل کړ او د اسلامي نهضت ګڼ غړي يې په ډېره لنډه موده کې له حکومتي دندو ګوښه کړل، يو شمېر يې د ګوند پرېښودو او ګڼ شمېر نور يې له هېواده وشړل او په پرله پسې توګه يې د اسلامي ګوندونو او مذهبي فعاليتونو پر ضد له تاوتريخوالي ډک ګامونه پيل کړي دي.

د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند مشر، محي الدين کبيري د رحمان د ملېشو له وېرې له هېواده بهر ژوند کوي او تېره مياشت يې ملګرو ملتونو، امنيت شورا، د اسلامي همکارۍ سازمان، روس، ايران، پاکستان، افغانستان او يو شمېر نورو سيمه ييزو او نړيوالو هېوادونو ته ليک لېږلی و، چې حکومت د سولې ملي پخلاينې له تړونه له پيله مخالفت پيل کړی، مګر دوی د خپلو ملي ګټو له مخې د نوموړي دغه سرغړونې وزغملې او اوس حالات ورځ تر بلې په خرابېدو دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دغو لوریو د ښاغلي کبيري د ليک په اړه څه غبرګون ښودلی کنه، مګر د امام علي رحمان حکومت د کبيري د ليک له امله تاجکستان کې د اسلام او مسلمانانو پر ضد سخت تاوتريخوالی پيل کړی دی.

سره له دې چې د تاجکستان اسلامي نهضت ګوند په سياسي اصلاحاتو او د ټاکنو له لارې د بدلون پلوي کوي، مګر د حکومت کړنې ورځ تر بلې د اندېښنې وړ دي.

د سلام پوهنتون استاد او محقق ليکوال، دکتور مصباح الله عبدالباقي الجزيره.نت ته د تاجکستان په اړه په خپله تازه مقاله (نن ټکی اسيا کې د دغې ليکنې ژباړه دلته لوستی شئ) کې ليکلي، چې دا څرګنده ده، چې د رحمانوف استبدادي رژيم د نورو استبدادي نظامونو په څېر خپل هېواد او سيمه له سختو ننګونو سره مخ کړې ده.

که نړيواله ټولنه د تاجکستان په چارو کې مداخله او د اسلامي نهضت پر ضد د روان تاوتريخوالي مخنيوی ونه کړي، د رحمان رژيم له لوري به د هېواد ستر اسلامي ګوند مفلوج شي، نو د ګوند په تار تړلي ځوانان به يو ځل بيا په داسې ټولنو او ګوندونو کې سره راټول شي، چې د وسله وال پاڅون پلويان وي او دې سره به د تاجکستان په ګډون د سيمې امنيت له سخت ګواښ سره مخ شي.