بلخ: ناڅرګندو وسله‌والو ۱۳ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي۱۴مه۱۳۹۴ل): د هېواد په شمال ولایت بلخ کې ناڅرګندو وسله‌والو ۱۳ کسان وژلي دي.

د بلخ امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال عبدالرازق قادري ویلي چې دغه پېښه د یاد ولایت په زارع ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د قادري له قوله ناڅرګندو وسله‌والو په ملکي وګړو ډزې کړي چې له کبله یې یو شمېر کسان وژل شوي دي. هغه د وژل شوو کسانو دقيق شمېره رسنیو ته نه ده ښودې.

د زارع ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي حبیب الله پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دغه پېښه د نصرت قومندان کنبي په سیمه کې رامنځته شوې.

هغه زیاته کړې چې په پېښه کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

ویل کیږي چې دغه کسان په دوو موټرو کې سپاره ول، په لاره کې د وسله‌والو لخوا ودرول شول او پر ډزو ووژل شول.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخېستی.

تبصرې (1)