fbpx

د وټس اپ (WhatsApp) مسینجر فیسبوک مسینجر ته هم ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۴ل): د ټولنیزو اړیکو ویب پاڼه او مسینجر وټس اپ تیره ورځ د کاروونکو د شمیر له نظره د نړۍ مشهورو ټولنیزو ویب پاڼو لکه فیسبوک مسینجر او سکایپ ته هم ماتې ورکړه.

د وټس اپ یو بنسټ ایښودوونکي جان کوم (John Koum) خپل د فیسبوک په رسمي پاڼې کې لیکلي چې د دغې مسینجر د میاشتنی کاروونکو شمیر ۹۰۰ میلیونو کسانو ته رسیدلی.

جان کوم خپل د فیسبوک رسمي پاڼې کې لیکلي چې په میاشتنی ډول له ۹۰۰ میلیونو څخه زیات کسان د دغه مسینجر له لارې له خپلو ملګر سره اړیکې ټینګوي.

د ټکنالوژي ځینو مهمو او مشهور پاڼو هم د جان کوم له لورې وړاندې شوی دغه شمیر منلي او وايي چې دغه مسینجر توانیدلی فیسبوک مسینجر او سکایپ ته ماتې ورکړي.

د وټس اپ مسینجر کاروونکي کولی شي د انټرنیټ له لارې خپلو ملګرو او دوستانو ته تصویرونه، ویډویوګانې او غږیز پیغامونه واستوي.

فیسبوک تیر کال د وټس اپ مسینجر د ۱۹ بیلیون ډالر په لګښت پیریدلی و خو حیرانوونکې خبره دا ده چې خپله د فیسبوک مسینجر بیا له ۷۰۰ میلیونو میاشتنی کاروونکو سره دوهم مقام خپل کړی.

له فیسبوک مسینجر وروسته وي چټ (WeChat) درییم، وایبر (Viber) څلورم او لاین مسینجر (Line) پنځم مقام خپل کړی. له یادو شوو مسینجرونو وروسته بیا په ترتیب سره سکایپ (Skype) او ټینګو (Tango) زیات شمیر کاروونکي لري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
کاروان
میلمه
کاروان

imo دي هيره شوې