أخضر ابراهیمي دسوریې دوضعیت په اړه خبرداری ورکړ

اخضر ابراهیمی، نماینده سازمان ملل متحد و اتحادیه عرب در امور سوریه

دسوریې لپاره دملل متحد نماینده دسبتمبر په  پنځمه په لومړي ځل دملګروملتونو عمومي اسامبلې ته دسوریې دوضعیت په اړه معلومات ورکړل ، نوموړي وویل  دسوریې وضعیت بوږنوونکی دی ، دملکي تلفاتو کچه خورا لوړې  کچې ته رسیدلې او سختي ویرانۍ رامنځته شوي دي .

دملل متحد استازي ښاغلي ابراهیمي دسوریې دموضوع  دحل لپاره په داسې حال کې دنړیوالو هڅو غوښتنه وکړه ، چې سوریه  له تیر یوه کال راهیسې دنړیوالو لویو سیاستونو لخوا  عملا دبزکشۍ په میدان اوښتي او هرڅوک په کې خپل آسونه چاغوي .

لویدیځه نړۍ په شمول دسعودي او قطر دسوریې دمخالفو پاڅونوالو ننګه  کوي ، بله خوا ایران ، روسیه او چین بیا دبشارالاسد په خوا دي او د سوریې په بحران کې دبهرنۍ مداخلې په اړه  د عکس العمل خبرداری ورکوي .

خو که حقیقت ته وکتل شي ، له تیر اتلسو میاشتو راهیسې چې دغه بحران پیل شوی دی ، یوه خوا هم په رښتیا نه غواړي  چې بحران حل شي ، بلکې د لا اوږدیدو لپاره  یې لاره هواروي .

دفرانس پریس خبري اژانس له قوله له تیرو اتلسو میاشتو راهیسې په سوریه کې ۲۶ زره ملکي خلک وژل شوي دي ، او دا لړۍ لا هم روانه ده  .

دملل متحد عمومي منشي بانکیمون  تیره ورځ   په هغو هیوادونو سخته نیوکه وکړه ، چې دسوریې ښکیلو اړخونو ته  وسلې ورکوي  ، ویل کیږي ، چې بشارالاسد ته دایران او روسیې لخوا وسلې ورکول کیږي ، دغه سعودي عربستان  او قطر له پاڅونوالو سره مرسته کوي  .

باید ووایو چې  دسوریې جګړې  له تیر نږدې یونیم کال راهیسې دمسلمانانو په ټپي وجود دیوه بل ناسور شکل غوره کړی دی ، چې وینې ترې بهیږي خو نتیجه یې نه معلومیږي .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د