افغانستان

طالبان: په لوګر کې دوه امریکايي هلیکوپتر الوتکي را نسکوري شوې، او 21 تنه امرکايي عسکر ووژل شول

copter afgنن ټکی آسیا: د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په وروستۍ اعلامیه کي چي نن ټکی آسیا ته رسیدلي، ویل شوي چي نن غرمه مهال د 12 او 1 بجې په منځ کې د طالبانو له لوري د امریکایانو دوه هلیکوپتر الوتکي را وغورځول شوې.

نومړي ویلي چي نن په سیمه ایز وخت د دولس بجو امریکایان د لوګر ولایت د مرکز مربوط د بابوس په سرسنګ سیمه کې د عملیاتو په موخه راغلل، او د طالبانو تر بریدونو لاندي راغلل، چي د جګړې په جریان کې د امریکایانو یوه چینوک او بله یوه کوچنی هلیکوپتر الوتکه را وغورځول شول.

نومړي ویلي چي امریکایانو پر طالبانو بمبار هم وکړ، چي له کبله یې دوه تنه طالبان ووژل شول.

مجاهد ویلي چي د لومړنیو معلوماتو پر اساس 21 تنه امریکايي عسکر په دې پيښو کې وژل شوي.

تر اوسه ددې پيښو او خبر په اړه ایساف څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x