fbpx

تشويقول او حوصله ورکول مهمه مثبته کړنه

حامد افغان

د یوه شاګرد د بریا دلچسپه کیسه
چا ته مناسب او پر ځای حوصله ورکول او تشويقول یې خورا ګټوره او مهمه مثبت کړنه ده، دا مثبت عمل پر ځای او مناسب اندازه لازمي او ډېر مهم دی، د حوصلې او تشویق په برکت ویده او غافل انسانان بیداریدلی او هڅو او کوښښ ته تیاریدلی شي، او کولی شي د بریالیتوب او ترقي لاره ونیسي، داراز پوه او ځیرک انسانان په تشویق سره له غفلته، سستي او پر ځان غرور نه راستنیدلی شي. هر څوک چې هر کار کوي، د کار ستاینه یې او هغه ته حوصله ورکول د هغه ځواک او انرژي زیاتوي، او هغه په مینه او شوق سره نور کار ته چمتو کوي، او د چا نه تشويقول یا یې د کار بد پواینټونه په ګوته کول او په ښو یې چوپ پاته کیدل منفي او بده کړنه ده، او خورا زیات تاوان او بدې پايلي لري، نو د حوصلي ورکولو او تشویقولو په اړه دلته د یوه شاګرد په زړه پوري کیسه را اخلم، خدای دې وکړي خوښه مو شي.

استاد یې د لوړو رده کړو ترلاسه کولو له پاره له ښوونځي نه رخصت شو، د هغه په ځای بل استاد راغی، هغه چې د دوی صنف ته راغی او درس یې پیل کړ د درس په جریان کې یې له یوه شاګرد نه پوښتنه وکړه، د استاد په پوښتنه سره د صنف شاګردانو ټولو وخندل، استاد خپه، غوسه او حیران پاته شو، ځکه بې له سببه خندا وه، خو د خپلو تدریسي تجربو په رڼا کې اندازه ورته ولګیده چې څه شته. او د شاګردانو له پټو نغوتو او څنګزن کتلو یې معلومه کړه چې د صنف ناپوه هلک یې پوښتلی دی، ځکه شاګردانو وورته وخندل.

شاګردان ووتل، استاد چې له کوم شاګرد نه پوښتنه کړې وه هغه یې راوغوښت او په صنف کې یې له ځان سره ګوښی کیناوه، په یوه پاڼه یې یو شعر ورته ولیکه او وريې کړ، د هغه شعر په معنا یې ښه پوه کړ او ورته ویې ویل: ګوره دا شعر به داسې یادوې لکه خپل نوم او په دې خبره به هیڅوک نه خبروې، دا زما او ستا تر منځ راز ده.

بله ورځ استاد د درس په مهال هماغه شعر په تخته ولیکه او تشریح یې کړ، او د شعر اړوند یې ټول تفصيلات شاګردانو ته واورول، استاد له تختې نه شعر پاک کړ او شاګردانو ته یې وویل: دا شعر تاسو کې کوم یوه یاد کړ؟ هر چا چې یاد کړی وي او کولی شي د دې شعر یو څه تفصيلات هم وړاندې کړي؛ هغه دې لاس پورته کړي، یوه شاګرد هم لاس پورته نه کړ، یواځي هغه ناپوه هلک او د استاد د راز ملګري په ویره او ډارنده حالت کې لاس پورته کړ.

استاد غوښتنه ورته تکرار کړه او دی که څه هم رعب نیولی او وارخطا غوندي و خو د شعر مطلب او تفصيلات یې بیان کړل، استاد هغه وستايه، افرين او نور تشویقي خبري یې ورته وکړې او شاګردانو ته یې وویل چې چکي ورته ووهئ، د صنف ټول شاګردان هک حیران پاته شول، او له نوي استاد سره د دې ناپوه هلک راښکاره کیدلو او تر دوی ټولو ښه ځواب ویلو ته په تعجب کې شول. د دې شاګرد اړوند دا ډول پېښه په اونۍ کې څو ځله تکرار شوه، ده به تر ټولو مخکي ښه ځواب وويلې، او استاد به وستايه.

له دې پېښو سره د دې شاګرد په اړه د نورو شاګردانو نظرونه په بدلیدو شول، د شاګرد رواني او روحي حالت هم په رغیدو شو، په ځای یې باور په زیاتیدو شو، د زاړه استاد په هغه خبر شکمن شو چې ده ته به یې ویل ته تر ټولو ناپوه او کم عقل یې، دی اوس په دې فکر و چې زه پوهیږم او زه کولی شم درسونه زده کړم، او دې باور او مثبت فکر دې ته وهڅاوه چې درسونو کې کوښښونه زیات او ښه خواري وکړي. د کلنیو ازموينو وخت رانږدې شو، ښه خواري او کوښښونه یې وکړل او په ټولو مضامينو کې بریالی شو.

د لیسې دوره یې په بریالیتوب پای ته ورسوله، پوهنتون ته ولاړ، تخصصات یې وکړل، ماستري یې واخیستله او اوس کوښښ کوي ځان داکتري ته تیار کړي او کلک هوډ لري چې لوړي زده کړي به ټولي سر ته رسوي. دا د یوه شاګرد د بریالیتوب کیسه ده، یوې مجلې ته یې پخپله لیکلې ده، او د کیسې په پای کې یې د ابتدايي زده کړو د هغه استاد یادونه په مینه او محبت سره کړې ده چې ده ته یې شعر لیکلی و او هغه استاد دی د اهمال او ضایع کیدلو له ژور او تور ګړنګ نه ژغورلی و، او هغه ته یې مخلصانه دعاوي لیکلې دي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبید
میلمه
عبید

کور ودان حامد صاحب پرډیر ښه موضوع مو بحث کړی دی .واقعا ځینی طالبان او شاګردان دتحصیل په دوره کی داحساس کمتری ښکار وی نو که ټول استادان دخپل درس په جریان کی دا درک کړی چی داطالب یا شاګرد نه پوهیږی او یا ځان اصلا نه پوه کوی نو استاد باید داسی طریقی په کارواچوی چې دی تشویق کړی چی په درس ځان پوه کړی او دده دغه دکمتری احساس دمینځه یوسی او بله داچی که محترم استاذان ددرس په جریان کی هرڅومره سخت درسونه په خپله روانه ژبه او یو عام تمثیل وطالبانو ته ښیی نو طالبان به… نور لوستل »

حنيف
میلمه
حنيف

مننه حامد افغان صیب الله دی موفق او کامیاب لره، شکلی خبری او کیسه وه.