دفاع وزارت وايي چي د ملي اردو څخه یې شکمن کسان شړلي او یا نیولي

ana-praying-in-front-of-us-armyنن ټکی آسیا: د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن خبریالانو ته په یوه خبري غونډه کي وویل چي د ملي اردو په لیکو کې یې سلګونه داسي مشکوک کسان نیولي او یا شړلي چي بر بهرنیو ځواکونو د بریدونو او ډزو کولو شک پرې کېده.

نومړي ویلي چي دا مشکوک کسان یې د کشفي او استخباراتي فعالیتونو په ترڅ کې نیولي.

او زیاته یې کړه چي وروسته تر هغه چي د ملي اردو او پولیسو له خوا پر بهرنیانو بریدونه زیات شول، مونږ اړ شولو چي په دې اړه خپل کشفي او استخباراتي شبکې په کار واچوو، او هلي ځلي پیل کړو،

چي تر اوسه په دې توانیدلی یو چي په سلګونو کسان کشف کړو، چي هغو مو یا بندیان کړی، او یا مو د پوځ د لیکو ایستلي او شړلي دي، نومړي د دقیق شمېر ورکولو څخه ډډه وکړه.

باید وویل شي چي دفاع وزارت وروسته تر هغه دا قدم پورته کوي کله چي په دې وروستیو کې د افغاني ځواکونو له لوري پر بهرنیانو بریدونه زیات شول، او لږ تر لږه 45 تنه بهرنیان په داسي بریدونو کي ووژل شول.

خو کتونکي په دې باور دي چي یو خو د دفاع وزارت دا اقدام ډیر وروسته او کمزوری دی، او دداسي کسانو نیول او موندل اوس ډیر اسانه هم نه دی چي پر بهرنیانو د بریدونو نیت لري.

او بله خبره داده چي اوس به دفاع وزارت پر کوم اساس پر افغاني فوځیانو شک کوي، او هغوی ته به مشکوک وايي؟ ظاهره خبره ده چي په ملي اردو کي هغه کسان چي اسلامي او دیني اړخ ډیر ارزښت ورته لري، هغوی ته به د مشکوکو کسانو په سترګه کتل کیږي، او همداسي کیدای سي هغه کسان به هم مشکوک منل کیږي چي د وطن او ولس غم او درد ډیر ولري، ځکه اکثره وخت دغو عسکرو پر امریکایانو هغه وخت برید کړی وی چي یایې تر منځ لفظي شخړه را غلي وي، او یا هم د امریکایانو له خوا یې د افغانانو سره د تعامل او سپکاوي چلند له نیژدو لیدلی وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د