افغانستان

لاريون کوونکي: که دولت مشران خپل «لېونتوب» پرې نه ږدي، قضايي ارګانو ته به يې معرفي کړو

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): په پلازمېنه کابل کې د هويت په ننګه پیل شوی لاريون چې پکې زرګونو تنو ګډون کړی و پای ته ورسيد.

دغه لاريون چې نن سهار شاوخوا اته بجې په کابل ښار کې له عیدګاه مسجد پیل او د ارګ تر خولې ورسيد، پکې ګډونوالو د ګډ حکومت د دواړو مشرانو انځورونو ته اور ورکړ او هغوی یې د افغان هويت مخالفين وبلل.

په دې لاريون کې چې د ملي تحريک مشر اسماعیل یون، د کابل پوهنتون استاد او د ملي غورځنګ غړی فیض محمد ځلاند، د افغان ملت ګوند پخوانی مشر انورالحق احدي او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشر عبدالستار سعادت هم برخه وال و، د يوه اوږده پرېکړه ليک په لوستو پای ته ورسيد.Laryon-Hoyat

په پرېکړه لیک کې د افغان او اسلام کلیمو مخالفت د بهرنیو هېوادونو کار بلل شوی او پکې ویل شوي چې افغان ملت يوې تنګسیا ته مخ کوي چې پرې خپله دغه هڅه بريالۍ کړي.

«له تېرو دوه دريو کلونو راهيسې د يو شمېر بهرنيو هېوادونو په تېره بيا د ايران او پاکستان او د هغو د کورنيو ګوډاګيانو او تاليڅټو له خوا په پرله پسې ډول هڅې روانې دي، چې پر غيرتي افغان ولس، بې دينه، بې ملته او بې هويته تذکرې تحميل او افغان ملت په داسې يوه تنګسيا کې واقع کړي چې له خپل ملي هويت څخه تېر شي. »

د پرېکړه لیک په لومړۍ ماده کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني او د هغه د رژیم برخه وال د افغان هويت دښمنان ګڼل شوي دي: «له جمهور رئيس او دده د حکومت له نورو شريکباڼو څخه په ټينګه غواړو چې قانون ته غاړه کېږدي او له ملي هويت سره خپله دښمني پايته ورسوي.»

د پرېکړه لیک په نورو مادو کې د اسلام او افغان کلیمو په لیکلو ټینګار شوی دی او لیکلي يې دي، چې که په تذکره کې قوم لیکل کېږي، اختیاري دي شي، خو د ملت لیکل حتمي دي، په ورته توګه يې ټينګار کړی چې د افغان کلیمې مخنیوی ځکه کېږي، چې وروسته د « ملي هویت دښمنان» د افغانستان نوم هم تخریبوي.

لاريون کوونکو پخپل پرېکړه لیک کې د ګډ حکومت په مشر غږ کړی، چې که نوموړی هم ځانته افغان نه وایی او په تذکرو کې له افغان لیکلو ډډه کوي، نو پرده به هم قانون تطبیق او باید عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي، دوی استدلال کوي چې د ولسمشر لپاره افغانیت شرط دی او د اساسي قانون د دوه شپېتمې مادې لومړۍ فقره يې یاده کړې ده، چې لیکي: «د افغانستان تبعه وي، له افغان مور او پلاره زېږېدلی وي او د بل هېواد تابعيت ونه لري.»

د پرېکړه لیک په پای کې لیکل شوي چې لاريون کوونکي به تر هغو خپلو هڅو، ولايتي لاريونونو، پلازمېنه کابل کې لاريونونو، د لویو لارو بندښتونو ته یو په بل پسې دوام ورکړي چې تر څو يې غوښتنې ومنل شي، دوی دولتي چارواکي، ليوني او پردي پال بللي او غږ يې پرې کړی، چې که يې غږ وانه ورېدل شي، نو د علماوو له فتواو سره به دولت له یوه «اسلامي ملي جهاد» سره مخ شي.Laryoun-Hoiat

«که دې ټولو قانوني لارو او د منطق د دې ټولو اسبابو له کارولو سره سره بیا هم دولتي چارواکي د خپل لېونتوب، جنون او پرديپالنې د غرور پر اسونو سواره وي، نو د جيدو علماوو په فتوا به له يو ستر اسلامي، ملي جهاد او پاڅون سره مخامخېږي، بيا چې هر ډول ناوړه پېښې رامنځته شوې، نو مسوليت به يې دوو دولتمشرانو، ډاکتر صاحبانو، مفکرينو او هغو نامفکرينو پرغاړه وي چې د ولس په رايو دې مقامونو ته ورسېدل او بېرته د ولس د هيلو پر وړاندې ودرېدل.»

د دې لاريون لپاره نږدې ټوله اوونۍ تبلیغات کېدل او خبر ورکول کېده چې د لاريون ګډونوال د پراخ لاريون لپاره په تياريو بوخت دي.

په خواله رسنیو کې ځينې دا لاريون د عامو وګړو له احساساتو بده ګټه اخیستنه بولي او دا چې لاريون په لاسي ډول نن – شنبې – ورځ پیل شو، د پرديو کار بولي او د افغانستان نوم بدۍ يې ګڼي، د دوی په خبره نن په بهرنیو چارو وزارت کې د «سام» یا د سیمې د لوړ رتبه چارواکو ناسته روانه ده، چې تېر ماښام د «ریکا» له ناستې وروسته پیل شوه او لاريون کوونکي غواړي د دې ناستې بهرنیو ګډونوالو ته ناسم پيغام ورکړي.

د دې لاريون یو تن سمبالګر او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند بیا د ننني لاريون په اړه پخپله فیسبوک پاڼه لیکي: «د لاریون په استازیوب انجینیر صیب شیرزاد، ګل الرحمان همدرد صیب او زه خپله ارګ ته لاړو. پریکړه لیک مو په رسمي توګه وسپاره. ارګ میشتو ته مو یوه اونې وخت وټاکه چې ستونزه حل کړئ، تر هغو به موږ په ولایاتو کې لاریونونه کوو. د اشرف غني استازي موږ ته وویل چې غني بې وسه دی، دده حکم په کابینه کې څوک نه منئ، په ولسي جرګه کې یې فرمان رد کیږي، نو بنا پردې غني بې وسه دی.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خاکسار فاریابی

قضایی ارګانونه خپله ترغوږونو په فساد ککړ دی نو د بل چا به څه غم وخوری ؟؟؟؟؟؟؟
د کابل لاسپڅی اداره هغه څه تدسره کوی چی د دوی باداران یی تری غواږی .؛
د دوسۍ سره د مظلو کړیدلو هیوادوالو غم نشته فقط د جیبونو ډکول ناحقه ناروا ظلمونه وحشت او بربریت د دوی ستری دندی دی
او بس !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x