غزنی: اربکيانو د سیمې مشهور عالم مولوي نعمت الله وواژه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د غزني په اندړو کې د سیمې اربکيانو یو قومي مخور او دیني عالم مولوي نعمت الله وهلو ـ ټکولو وروسته په شهادت رسولی دی.

د اندړو ولسوالي د ګنډېر کلي اوسېدونکي وايي چې اربکيانو تېره مازيګر مولوي نعمت الله د مازيګر تر لمانځه مخکې له مسجد نه یووړ او ماښام يې کورنۍ له پوستې نه جسد کورته یووړ.

د ګنډېر یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته وویل، چې د کلي خلکو اربکيانو ته ډېرې زارۍ وکړي، د مولوي نعمت الله د جرم پوښتنې يې ترې کولې، خو هغوی خبري ته غوږ نه نیوه.

د ده په خبره اربکيانو لومړی مولوي صاحب د مسجد مخې ته د کلاشنکوفونو په کونداغونو وواهه، وروسته يې په موټر سایکل سپور او پوستې ته يې یووړ، چې تياره ماښام يې د کورنۍ غړو ته جسد د پوستې له دېواله ور غورځولی و.

د سیمې خلک دا کړنه وحشت بولي، خو په وينا يې مولوي نعمت الله د قومندان پاچا په اجازه په د ګنډېر په مسجد کې امامت ترسره کاوه، تر دې وړاندې د دې مسجد امام هم د اربکيانو له لوري شړل شوی و.

قومندان پاچا په سیمه کې د اربکيانو مشهور قومندان ګڼل کېده، چې تېر اوونۍ له خپلو اتو ملګرو سره د طالبانو له خوا ووژل شو.

مولوي نعمت الله د غزني د مشهور عالم میرزامحمد ورور او د اندړو د نظروالو د کلي اوسېدونکی و، چې په ګنډېر کې يې امامت ترسره کاوه.

د غزني امنیتي مسوولینو د مولوي نعمت الله د شهادت په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د اندړو اوسېدونکو تر دې وړاندې هم د اربکيانو له وحشت، ظلم او جنسي تېريو سیمه ییزو چارواکو ته شکایتونه کړي دي، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

ياده دې وي په اندړو کې د اربکيانو ځينې مشهور قومندان په دې وروستیو کې ووژل شول، خو ځينې نور يې بیا له سیمې تښتېدلي، چې د صاحب خان د پوستې مشهور قومندان صدیق دوبۍ او د اندړو عمومي قومندان لطف الله کامران کابل ته په تېښته بريالي شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سمسور
میلمه
سمسور

انالله واناالیه راجعون دمولوی صاحب دالله ج شهادت قبول اوکورنی ته صبر جمل نصیب کړي اودهغه مظلومانه شهادت دې الله ج داربکیانو اودهغوئ دبادارانو اومینوالو دزوال اونستی سبب وګرزوي نوردې الله ج دافغانانوپه حال رحم وکړي او الله ج یې دې دیومتحد ،مستحکم اوپیاوړی اسلامی نظام خاوندان کړي . وماذالک علی الله بعزیز