افغانستان

هرات کې يو ځل بيا له دېرشو زياتې نجونې مسمومې شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): هرات ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې د هرات ښار نهمې حوزې اړوند د عبدالعلي شاه توخي د ليسې له دېرشو زياتې نجونه زده کوونکې مسمومې شوي دي.

د چارواکو په وينا دا پېښې نن له غرمې مخکې رامنځته شوې ده.

د هرات دولتي روغتون وياند محمد رفيق شېرزی وايي، چې کېدای شي د مسمومو شوو نجونو شمېر ډېر زيات وي، خو تر اوسه يوازې دوه دېرش تنه روغتون ته وروړل شوي دي.

تېره اونۍ هم د هرات ښار حبيب المصطفی ليسې له دوو سوو زياتې نجونې زده کوونکې مسمومې شوې وې.

د هرات امنيتي چارواکي د پېښې پخلی کوي او زياتوي، د پېښې عاملينو د نيولو پلټنه يې پيل کړې، مګر تر اوسه يې د يادې پېښې په تور څوک نه دي نيولي.

د يادونې وړ ده، چې تېر يو کال راهيسې هرات، بلخ، باميانو، ميدان وردګ او کابل کې د نجونو زده کوونکو د مسمولو پېښې ډېرې شوي، مګر امنيتي چارواکي تر اوسه د داسې پېښو په مخنيوي نه دي توانېدلي او نه يې هم د پېښې په تړاو څوک محکمې ته معرفي کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x