افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: قطر په سولې کې مرسته کولای شي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سولې په پروسه کې د قطر رول مهم ګڼلی او ویلي یې دي چې دا هیواد کولای شي له طالبانو سره په خبرو کې مثبت رول ولوبوي.

د یاد وزارت د استراتیژیکو مطالعاتو رییس «فرامز تمنا» یوې لویدیځ میشتې راډیو «ازادۍ» ته څرګنده کړې چې د افغانستان او قطر اړیکي «په بې ساري ډول» پیاوړي شوي او دا هیواد کولای شي چې د سولې او مذاکراتو په پروسه کې منځګړتوب وکړي.

افغان چارواکي وروسته له هغه د سولې پروسه کې قطر ته سترګې ور اړوي، چې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني ګاونډي هیواد پاکستان ته د ګڼو امتیازاتو پر منلو سربېره ونه توانید چې د طالبانو له باصلاحیته استازو سره خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی په داسې حال کې د قطر رول د سولې په پروسه کې مثبت بولي چې نږدې درې اونۍ وړاندې په ښې حکومتدارۍ کې د ولسمشر فوق العاده استازي «احمد ضیاء مسعود» هم د پاکستان له ژمنو څخه نهیلي ښودلې وه او ویلي یې و چې پاکستان د سولې په نوم جعلي پروسه د افغانانو د غولولو لپاره پیل کړې ده.

که څه هم د ګډ حکومت ولسمشر د واک له لومړۍ ورځې ادعا کوله چې د پاکستان له لارې به وکولای شي طالبان د خبرو میز ته حاضر کړي، خو طالبانو تل په خپلو اعلامیو کې ټینګار کاوه چې د ټولو بهرنیو او کورنیو سیاسي چارو صلاحیت یې یوازې سیاسي دفتر ته سپارلی.

طالبانو په ۲۰۱۳م کال له بهرنیو او کورنیو جهتونو سره د خبرو او مذاکراتو په موخه په قطر کې سیاسي دفتر پرانیست، خو کله چې د طالبانو د بیرغ او «اسلامي امارت» د لوحې پر سر مخالفتونه راپورته شول طالبانو دغه دفتر احتجاجا بیرته وتاړه. که څه هم نوموړی دفتر له تېرو دوه نیمو کالو راهیسې تړلی دی، خو په قطر کې لا هم طالب استازي میشت دي او خپلو سیاسي فعالیتونو ته په غیر رسمي ډول دوام ورکوي.

افغان حکومت تر دې دمه هڅه کوله چې د پاکستان له لارې طالبانو ته لاسرسي ومومي، خو د کتونکو په باور، په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو ترینګلي اړیکي او له قطر سره د افغانستان مخ په پراخیدو تعلقات د دې ښکارندويي کوي چې ګډ حکومت له کلونو ستړیاوو وروسته د طالبانو رښتوني مرجع پیژندلې او د سولې په پروسه کې یې د طالبانو باصلاحته سیاسي استازو ته د لار موندنې هڅې پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x