افغانستان

دفاع وزارت: د ملي اردو ۱۰ تنه او طالبانو ۷۷ تنه وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان دفاع وازت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د ملي اردو په تصفیوي او محاربوي عملیاتو کې د ملي اردو ۱۰ تنه منسوبین وژل شوي.

د خبرپاڼي سره سم د ملي اردو عسکرو په کونړ، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار، روزګان، هلمند، فاریاب، تخار او ځینو نورو ولایتونو کې د مخالفو وسلوالو پر ضد عملیات کړي چې په ترڅ کې دغه مرګ ژوبله اوښتې.

دفاع وزارت د ټپيانو شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو زیاته کړې چې دوی په دغه عملیاتو کې ۷۷ تنه مخالف وسلوال وژلي، ۷۱ تنه یې ټپيان او ۸ تنه یې نور ژوندي نیولي دي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د جګړې دواړي لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو اعلانونه کوي چې د ځینو کتونکو په وینا هر اړخ هڅه کوي چې خپل تلفات کم او د مقابل لوري تلفات زیات وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x