دیني، سیرت او تاریخ

د حلالي روزي ګټلو اهمیت او فضیلت (6)

حامد افغان

په کره توګه کار

انسان الله جل جلاله مکلف کړی دی چې ځمکه ودانه او اباده کړي، او د حدیثو په رڼا کې ویلی شو چې څوک هر کار کوي باید په اتقان او کره توګه یې ترسره کړي، او په کره توګه کار ترسره کول د حدیث په رڼا کې عبادت بلل شوی ده، دلته دا حدیث له تفصیل سره را اخلم، خو مخکي د حدیث د ښه وضاحت له پاره یوه فولکلوریکه طرحه ورته ږدم. لکه ویل کیږي:

په ډیر حساس او باریک وخت کې یو میخ وخوت، د میخ په ختلو سره د اس نعل ولوید، د نعل په لویدلو سره پیاوړی اس په ځمکه ولویدی، د اس په لویدلو سره د لښکر تورزن سپور هم ولویدی، د تورزن سپاره په لویدلو سره لوی لښکر مات شو، د لښکر په ماتي سره یو هیواد له منځه ولاړ، دا ټولې وړې او درنې ستونزې د هغه چا له لاسه پیښي شوې چې د اس پر نعل یې یو میخ سم نه و ټکوهلی، او خپل کار یې په کره توګه سرته نه و رسولی. په کره توګه کار عبادت ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : بېشکه الله ستاسو له هغه کس سره مینه لري چې کله کوم کار کوي نو په کره او سمه توګه یې کوي . عن عائشة رضي الله تعالى عنها قالت: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ” إن الله يحب إذا عمل أحدكم عملاً أن يتقنه “السلسلة الصحيحة ( 1113).

شرحه :

له حدیث نه دا معلومولی شو چې الله تعالي ته کره او سم کارونه ګران دي او کمزوري او خام کارونه ښه نه ګڼې ، انسان باید خامخا کارونه په کره او پخه توګه سر ته ورسوي ، په حدیث کې مطلق کار یاد شوی ده که دنیوي کارو وي او که د اخرت کار وي یعني هر کار باید سم او په کره توګه ترسره کړل شي .

هرکار چې څوک کوي باید په کره توګه د هغه د کولو پوهه او مهارت ولري څو وکولی شي هرکار په ښه او کره توګه ترسره کړي په څانګړې توګه که یوڅوک علم ترلاسه کوي هغه باید زیار وباسي چې په صحي توګه یې ترلاسه کړي څکه په ناسمه او خامه توګه په هرشي کې پوهه ترلاسه کول د دې لامل کیږي چې دا کس بیا اړوند کار په کره توګه نشې ترلاسه کولی اودا کمزوري د الله دقهر لا مل کیږي لکه کره توب او سموالی یې چې د میني او ګرانښت لامل ګرڅي . او له حدیث نه دا هم معلومه شوه چې هرکار په کره توګه کول عبادت ده .

انبیاو هم کارونه کول

لکه حدیث کې راغلي تر ټولو ښه او پاکه ګټه د خپل لاس د خواري او مزدوري ګټه ده، نو ځکه انبیاو علیهم السلام او د امت نېکانو او سلفو علماو رحمهم الله ټولو کارونه او مزدوري کړې دي او ډول ډول کسبونه او حرفتونه یې غوره کړي و. دلته دا موضوع د انبیاو علیهم السلام په کارونو پیل کوو، او پیل یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه کوو، هغه تجارتونه کړي، د خلکو څاروي یې څرولي دي او له دې لاري یې ځان ته حلاله روزي برابره کړې ده. او داراز له خپلو کوروالو سره یې د کور په چارو کې هم برخه اخیستې ده.

د عائشې رضي الله عنها خوریی عروه وایي: یوه سړي له هغې نه پوښتنه وکړه چې ایا رسول الله صلی الله علیه پخپل کور کې کوم کار کاوه؟ هغې ورته وویل: هوکي، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل پیزار برابرول، خپلي جامې یې ګنډلې او لکه ستاسو کوم یو چې پخپل کور کې کار کوي ده هغه پخپل کور کې کار کاوه. عَنْ عُرْوَةَ قَالَ سَأَلَ رَجُلٌ عَائِشَةَ هَلْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَعْمَلُ فِى بَيْتِهِ شَيْئاً قَالَتْ نَعَمْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَخْصِفُ نَعْلَهُ وَيَخِيطُ ثَوْبَهُ وَيَعْمَلُ فِى بَيْتِهِ كَمَا يَعْمَلُ أَحَدُكُمْ فِى بَيْتِهِ . أخرجه أحمد

په یوه بل روایت کې راغلي دي مقدام رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي هیچا هم د خپل لاس له مزدوري نه ښه خواړه نه دي خوړلي، او د الله نبي داود علیه السلام به د خپل لاس د کار ګټلې روزي خوړله. عَنِ الْمِقْدَامِ رضى الله عنه عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ « مَا أَكَلَ أَحَدٌ طَعَاماً قَطُّ خَيْراً مِنْ أَنْ يَأْكُلَ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ ، وَإِنَّ نَبِىَّ اللَّهِ دَاوُدَ عَلَيْهِ السَّلاَمُ كَانَ يَأْكُلُ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ » . رواه البخاري

دا راز امام القرطبي رحمه الله لیکي: عیسی علیه السلام به د خپلې مور د وړیو اوبدلو له لاري ترلاسه شوي روزي خوړله. أن عيسى عليه السلام كان يأكل من غزل أمه. تفسير القرطبي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x