خبرتیاوی او پیغامونه

مثبت بدلون خپله اوومه غونډه تر سره کړه

مثبت بدلون خپله اوومه غونډه د سنبلې په ۱۴ مه د ننګرهار ټولنیز مرکز میدیوتیک په انګړ کې ترسره کړ، چې  ۲۵ تنه ځوانان پکې ګډون درلود.

مثبت بدلون ټولنه يو ناسياسي اجتماعي حرکت دى، چې د هېواد د با احساسه او سالم _مثبت فکر لرونکو ځوانانو له خوا د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښآر کې رامنځته شوه؛ خو ليد او د فعاليت ډګر يې ټول هېواد په بر کې نيسي.
د مثبت بدلون دغه ځانګړي ناسته د تېرو فعالیتونو ارزونه او د راتلوونکي فعالیتونو لپاره پلان جوړول او مشوره کولو ته ځانګړی شوی و، چې د غونډې په جریان کې هجرت الله اختیار او صیام الدین  پسرلي د خپلو تېرو فعالیتونو کزارش وړاندې کړ چې د ګډونوالو له خوا وستایل شو.

د غونډې په اوږدو کې ډېری ځوانان خپل نظریات شریک کړ او د راتلوونکې ناستې لپاره د سنبلې  ۲۹ تاریخ چې د چهار شنبې ورځ سره سمون خوري و ټاکل شو.

په درنښت

مثبت بدلون ټولنه

 صیام الدین پسرلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x