نړۍ

یمن کې د سعودي ۱۰ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱۴مه ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان چارواکو نن د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د وسلو په یوې ډيپو د حوثیانو توغندیيز برید کې يې ۱۰ عسکر وژل شوي دي.

دوی ویلي چې دغه پېښه نن د یمن په ختيځ کې د مآرب په ولایت کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې دغه پېښه کې ۴۵ د عربي امارتو او ۵ د بحرین عسکر هم وژل شوي دي.

د حوثیانو ددغه توغندیز برید په ځواب کې عربي ایتلافي ځواکونو د ایران پلوه حوثیانو په مرکزونو بمبارۍ کړي دي.

د سعودي په مشرۍ د عربي ایتلاف دغو جنګي الوتکو هغه سیمې په نښه کړي له کومه ځایه چې حوثیانو په دوی توغندیز برید کړی دی.

دوی په مآرب کې د حوثیانو د وسلو سترې ډيپوګانې او همدا راز په صنعا کې د دوی په مرکزونو بریدونه کړي دي.

د روان کال د مارچ د میاشتې راهیسې د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاب د ایران پلوه حوثي یاغیانو پر ضد نظامي عملیات پیل کړل. په دغو عملیاتو کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د یمن مشروع حکومت چې د پخواني ولسمشر علي عبد الله صالح په خلاف د منصور هادي عبدربه په مشرۍ تشکیل شوی وو، وروسته د یمني شیعه مذهبه ملیشو حوثیانو له خوا له منځه یووړل شو او پر ځای یې بیړنۍ حالت اعلان شو.

منصور هادي عبدربه چې اوس په سعودي کې استوګن دی، د سعودي په مشري د عربي ایتلاف هیوادونه یې یمن ته د بیا ګرځېدو لپاره په یمن کې جګړه پیل کړې، چې د روان میلادي کال د مارچ میاشتي د ۲۵مې څخه پیل شوي او تر اوسه هم ادامه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x