بدخشان: طالبانو د کوهستان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر ژوندی نیولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د هیواد په شمال بدخشان ولایت کې د کوهستان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر ژوندی نیولی او پر نامعلوم لوري انتقال کړی.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونوال «سخي داد حیدري» رسنیو ته منلې چې طالبانو د کوهستان د ملي امنیت مدیر بحرین الدین په داسې حال کې ژوندی وتښتاوه چې له کوره د دفتر پر لور روان و.

د دې ولایت امنیتي چارواکو ویلي چې دا پېښه د شنبې په ورځ سهار ۹ بجې د کوهستان ولسوالۍ په دره بید سیمه کې رامینځته شوه.

طالبانو د نوموړي د اختطاف پړه په غاړه اخیستې او ویلي يې دي چې د هغه دوه تنه ساتونکي یې د کمین په ترڅ کې ژوبل شوي، خو دا یې نه دي ویلي چې ایا ټپي ساتونکي یې په تېښته بریالي شوي او که هغوی یې هم ژوندي نیولي.

بدخشان د هیواد په شمال کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبان په کې پراخ نظامي فعالیت لري او دولتي چارواکو وخت پر وخت په دې ولایت کې د طالبانو د واک او ځواک په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.

یاده دې وي چې وړمه ورځ له هرات ولایت څخه په رارسیدلو راپورونو کې ویل شوي و چې طالبانو په یوې بې سارې پیښه کې د دې ولایت د چشت ولسوالۍ ولسوال، سکرتر، امنیه قومندان او د ملي امنیت مدیر په یوځايي ډول ژوندي نیولي. که څه هم طالبانو رسما د دې پیښې مسئولیت نه دی منلی خو داسې ویل کیږي چې طالبانو یاد چارواکي د یوې غوښنې معاملې په پایله کې بیرته خوشي کړي دي.

د کوهستان د ملي امنیت مدیر د برخلیک په اړه طالبانو نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د