افغانستانځانګړي راپورونه

د «ریکا ۶» غونډې پای

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د «ریکا» شپږمه غونډه وړمه ورځ په کابل کې پای ته ورسېده. ريکا په انګلیسي کې (Regional Economic Cooperation Conference on Afghanistan) ده چې مخفف یې RECCA کېږي، یا د افغانستان په اړه د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو غونډه. په دغې غونډه کې د شاوخوا دېرشو هېوادونو او څلوېښتو نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی و. د غونډو دغه بهیر په ۲۰۰۵م کال کې پیل شو چې تر دې دمه یې شپږ غونډې په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوي. راتلونکې غونډه به په ترکمنستان کې په ۲۰۱۷م کال کې ترسره شي.

د کارپوهانو په باور، ریکا د افغانستان لپاره ځکه د ارزښت وړ ده، چې دغه هېواد په سیمه کې د اقتصادي پيوستون پر څلورلارې کې موقعیت لري. د ګډ حکومت مشر، اشرف غني هم ډېرې ژمنې کړې دي چې افغانستان د سیمه ییز اقتصادي پيوستون پر څلورلارې بدلوي.

خو په افغانستان کې د پردیو هېوادونو پر له پسې یرغلونو او لاسوهنو له دغه هېواد څخه دغه چانس اخیستی چې له دې موقعیت څخه د پام وړ ګټه پورته کړي. د ریکا په غونډو کې کارپوهانو د سیمه ییز پیوستون، سیمه ییزې انرژي، طبیعي زېرمو، د خصوصي سکتور ودې او له افغانستان سره د هېوادونو پر مرستو او ورته نورو مسئلو بحث او خبرې وکړې.

د غونډې په لومړۍ ورځ، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، حکمت خلیل کرزي وویل: «موږ باید له هغو سیاستونو څخه باخبره واوسو، چې په سیمه کې د سوداګرۍ خنډ ګرځي». ښاغلي کرزي د کوم هېواد نوم یاد نه کړ؛ خو ده وویل، دا به یوه ښه غونډه وي، خو پر ننګونو به محتاطانه بحث کوو. په سیمه کې د اقتصادي پیوستون تر ټولو ستر خنډ د هند او پاکستان ترمنځ اختلافونه ښودل شوي دي.

کرزي وویل، افغانستان، ترکمنستان او اذاربایجان د ټرانسپورټي دهلیز د بیارغونې په چارو بوخت دي، چین، ایران، افغانستان او قرغزستان به هم په خپلو منځونو کې ټرانزیټي دهلیز رامنځ ته کړي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر، عبدالستار مراد وویل: «د افغانستان او زموږ د سیمه ییزو همکارانو اقتصادي راتلونکی له سوداګرۍ، ټرانزیت او په سیمه کې د انرژۍ د څانګې له ودې سره مستقیمه اړیکه لري او روښانه اقتصادي تګلارې نه یوازې په افغانستان بلکې په سیمه کې د ودې زمینه برابروي».

څیړونکي د ریکا شپږمه غونډه د افغانستان او د سیمې هېوادونو لپاره خورا مهمه بولي.

دوی وایې، د سیمې په کچه د لوړو اقتصادي ګټو لپاره باید د سیمې هېوادونه سره همغږي شي او د افغانستان د اقتصادي کولو لپاره دې لاس ورکړي.

شانتي دیسوزا په هند کې د منتریا څیړنیز مرکز رییسه وایی: «زه فکر کوم چې دا ډیر یو مهم کنفرانس دی ځکه افغانستان په داسی شرایطو کې قرار لري چې باید یو ځل بیا د یوه ترانزیتي هېواد په توګه د سیمې هېوادونه سره ونښلي.

اوس د کلونو یو فرصت منځته راغلی څو افغانستان او د سیمې هېوادونه سره یو شي او افغانستان له اقتصادي اړخه په ځان بسا کړي».

کارپوهان په سیمه کې مهمې اقتصادي پروژې لکه د ټاپي او کاسا یکهزار او نورې خورا مهمې بولې او له ټولو هیوادونو غوښتنه کوي چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د بهرنیانو شتون او د جګړې راوړل هغه څه دي چې د سیمې د اقتصادي پيوستون له مهمو خنډونو څخه ګڼل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبید

داسی اقتصادی ترقی دی اور واخلی چې علمادی شهیدان طالبان دی اسیران او ددینی طبقی ټوله مربوطه کسان دی تر هرډول فشار لاندی وی او وطن مو اشغال وی کفار او دنړی صلیبیان مو په پاک وطن کی کلیساوی چوړوی هره نوعه قیمتی شیان په پټه غلا کوی بدمعاشیانی کوی او هره نوعه ظلم چی یی په وس کی وی ځان نه ځنی سپموی دا طرقی نه غواړو ازادی غواړو حریت غواړو ازاد اسلامی او بیا مترقی افغانستان غواړو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x