ادبي لیکني

ادبي ليكونه: جانانه! – لیکوال: قتيل خوږياڼى

جانانه! د بېلتانه په ناقرارماښام کې دې تړمې اوښکې او نيولې سلگۍ  زما د غزل پربيتونو داسې اغېزکوي لکه له هر څاڅکي اوښکې سره، چې تړلې جملې او ښايسته ترکيبونه د چا شاعر په گوتو قلم خوځوي.

منم جانانه، چې د وصال استازې د بېلتانه په هغه توره شپه د نفرت په توره تروږمۍ کې داسې وهلې، چې اوس نه مرې او نه پاتې کېږې.

خو اوس يو بل څوك دى، چې هره شېبه دې گلورين يادونه  زما پرتخيل وروي؛ څوک يې غزل کړم، څوک يې سندره؛ خو ځينو ته يې داسې جملې نه پيداکېږي،

چې ستا د اوږدو تورو گورگوتوڅڼو، سپين رخسار، سرواننگو، سرکوشونډو او بلاخره لوړې ونې ستاينې ته ځان تينگ کړي.

گرانې!

کله کله دې يادونه مروروي؛ انځور(تصوير) ته دې گورم غواړم، چې د بېلتون په ناترسه لاسو کې دې غريو نيولې سلگۍ، چې له آه يې د اسمان د راپريوتو وېره ده، په سندره تمثيل کړم؛ خو هيڅ نه کيږي. که هرڅومره زور وکړم بيا يې هم پايله(نتيجه) اوبو وړې ورځ وي، چې ډېر ټينگ شم؛ نو د سپوږمۍ په سپين مخ يو څه وليکم، خو کله يې، چې بيا وروسته وگورم، نو بيا په کې ستا له هغوسره توپير(فرق) له ورايه ښکاري.

هو! گرانې ومې بښه. تا ته به پوښتنه پيداشوې وي، چې گويا سپوږمۍ مې ستا د ښايست سياله وگنله  نه، نه هيڅکله نه د سپوږمۍ په مخ خاپونه دي؛ خو د پيوستون ترشېبو دې ستا مخ له ټاپواو خاپونو په امان وي.

په درنښت
قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x