ورزش

استرالیا بیا هم انګلینډ ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۵مه ۱۳۹۴ل): د استرالیا او انګلینډ لوبډلو تر منځ د دریو یوه ورځنیو سیالیو دوهمه لوبه هم د استرالیا په بریا پای ته ورسیده. استرالیا دغې لوبې کې انګلینډ ته په ۶۴ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د انګلینډ لوبډلې وګټله او استرالیا ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. استرالیايۍ لوبډلې په ۴۹ اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۹ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره سمیت په ۸۷ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۷۰، مارش په ۳۱ توپونو د اوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۶۴، بیلي په ۷۲ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۵۴ او میکسویل په ۳۸ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۹ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لپاره سټوکس درې، فېن دوه او راشد او معین علي یوه یوه ویکټه واخیسته. ووکس خپل ۸ اورونو کې ۳۷ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و خو د ویکټې په اخیستلو بریالی نشو.

په ځوابي توپ وهنې کې د انګلینډ لوبډلې په ۴۲.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د مورګن غوره توپ وهنې په مرسته ۲۴۵ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لپاره مورګن په ۸۷ توپونو د څلورو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۸۵ او ټېلر په ۵۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د استرالیا لپاره د توپ اچونې په برخه کې کمینس تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. کمینس خپل ۸.۳ اورونو کې ۵۶ منډو ورکولو سره څلور ویکټې ترلاسه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x