ایساف: د الوتکي د غورځېدو په پيښه کې دوه تنه بهرني عسکر وژل شوی
نن ټکی آسیا: ایساف وايي چي د افغانستان په ختیځ کې يې یوه الوتکه غورځېدلې او دوه تنه عسکر یې وژل شوي.
په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي نن د افغانستان په ختیځ کې د ایساف یوه هلیکوپتر الوتکه وغورځېده، چي له امله یې د ایساف دوه تنه سرتیري ووژل شول.
خبرپاڼه کي ویل شوي چي د الوتکي د غورځېدو د علت معلومولو په اړه تحقیقات روان دي.
باید وویل شي چي ایساف په خپلو خبرپاڼو کې دداسي پيښو دقیق ځای او د قربانیانو هویت د خپلي پالیسۍ له مخي نه څرګندوي.
بل خوا د لوګر ولایت څخه امنیتي چارواکي وايي چي د بهرنیاو الوتکه د مرکز پول علم اړوند د بابوس په سیمه کې غورځېدلې، چيري چي طالبانو هم ویلي چي هلته یې دوه الوتکي نن غرمه را وغورځولې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږل شوې خبرپاڼه کي ویلي چي دوی په یاده سیمه کې د جګړې په دوران کې د بهرنیانو دوه الوتکي را وغورځولې، چي په کښي 21 تنه امریکايي سرتیري ووژل شول.