
قطر په کابل کې خپل سفارت پرانیزي
نن ټکی اسیا (وږي ۱۵مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په نېږدې وخت کې به قطر په افغانستان کې خپل رسمي سفارت پرانیزي.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له خپل قطري سیال خالد بن محمد العطیه سره په دې موضوع غږیدلی او دواړه لوري پرې موافقې ته رسېدلي.
د سفارت د پرانېستلو دقیقه نېټه لا څرګنده نه ده.
د وږي په ۱۳مه صلاح الدین رباني له خالد العطیه سره د بهرنیو چارو وزارت په انګړ کې وليدل. دواړو لورو په کابل کې د قطر د سفارت د پرانیستلو خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې موافقه وشوه چې افغانستان او قطر به په راتلونکو ورځو کې په بېلابېلو برخو کې یو شمېر موافقې لاسلیک کړي.
د کرزي د دورې پر مهال هم بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د قطر د دفتر پرانېستلو په اړه خبر ورکړی و خو وروسته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانېستلو سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خړې شوې چې له کبله یې سفارت پرانېستنه هم پاتې شوه.
دوه کاله مخکې هم د افغان او قطري چارواکو له خوا په کابل کې د قطر د سفارت د پرانيستل کېدو په اړه خبرې شوې وې.
د قطر حکومت د افغانستان اړوند چارې په اسلام اباد کې له خپل سفارته سنبالوي.