افغانستان

نیمروز: د ملي اردو ۱۶ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د نیمروز په خاشرود او دلارام ولسوالیو کې په جلا جلا پېښو کې د ملي اردو ۱۲ عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د نیمروز سیمه ییز چارواکي وايي چې د طالبانو په يوه بريد کې په دې ولایت کې د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي او مهمات يې له ځانو سره وړي دي.

د خاشرود ولسوالۍ ولسوال محمد هاشم نورزايي وايي چې طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې د ملي اردو د عسکرو په پوسته بريد وکړ، چې عسکر يې ځا پر ځای وژلي او د پوستې ټول مهمات يې له ځان سره وړي دي.

د نورزايي په وينا دوی د طالبانو د لټې لپاره تصفيوي عمليات پیل کړي، او په وينا يې د نیولو لپاره يې هڅې روانې دي.

طالبانو د نیمروز د دې بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو په دلارام کې يې د شپږو عسکرو د وژلو او پوستې نیولو خبر ورکړی دی.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سوځول شويو موټرانو په نوم مشهوره پوسته کې يې شپږ عسکر ووژل او څلور نور ټپیان شول.

دوی په دې بريد کې د خپلو څلورو ملګرو د ټپي کېدو منلي دي، د نیمروز ځايي چارواکو د دلارام د پېښې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x