د سوريې پر بحران د امنیت شورا کړکېچ

aalam khanلیکنه او شننه: محمد عالم امین

څو ورځې وړاندې مو یو عکس تر سترګو شو، داسې یو عکس، چې په لیدو ېې د هر انسان له سترګو اوښکې تویې ولې. ویل کیږي، چې یاد ماشوم د سوري مهاجر او ترکیې ته يې د جنګ له کبله پناه وړه، خو د سمندر اوبو بلې نړۍ ته بوته.
پرون د ملل متحد سازمان د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ سازمان، خاصې استازې ښاغلې انجیلا جولې، په خپلو ویناوو کې وویل: «نږدې ۴ میلونو سوریايي وګړو مختلفو هیوادو ته پناه وړې. نړیوال انساني قانون، ظلم، زیاتی، د ښوونځیو او روغتونونو په نښه کول په کلکه غندي. خو دغه جرایم ورځ تر بلې په سوریه کې تر سره کیږي. خبرو کې يې زیاته کړه، د امنیت شورا حق لري، چې د نړیوالې سولې د قایمولو لپاره، دغو ګواښونو ته ځواب ووایي، خو بدبختانه د سوريې په اړه د امنیت شورا له دغه حق څخه استفاده نه ده کړې».

اوس سوال دا دی، چې ولې د امنیت شورا د نړیوالې سولې د راوستو لپاره د بشار الاسد پر رژیم نظامي یرغل نه کوي؟
پوهیږو، چې د امنیت په شورا کې ټولټال ۱۵ هیوادونه دي، چې پنځه يې دایمي یا P5 (امریکا، برتانیه، فرانسه، روسیه او چین) او ۱۰ نور موقتي هیوادونه، چې د ملل متحد سازمان د عمومي شورا لخوا امنیت شورا ته د یو وخت لپاره ورپیژندل کیږي. د امنیت په شورا کې رایه اچونه په ټولو مهمو چارو (په یو هیواد یرغل، د ملل متحد سازمان څخه د یو هیواد اخراج، په یو هیواد نظامي یرغل…) کې ۹/۱۵ رایه ده. یعنې د پنځلسو رایو څخه به نهه مثبتې رایه اخلي، خو د پنځو دایمي هیوادونو مثبته رایه پکې حتمي او شرط ده. که چیرې یو له دې پنځو دایمي هیوادونو څخه منفي رایه ورکړي، نو بیا هغه پریکړه نه تر سره کیږي، چې دې ته په امنیت شورا کې د ویټو واک Veto Power وايي. اوس روسیه او چین نه غواړي، چې په یاده پریکړه کې مثبته رایه ورکړي، ترڅو پر سوریه نظامي یرغل وشي.

ولې چین، روسیه او ایران د سوریې ملاتړ کوي؟
ځکه:

لومړی: روسیه
روسیه نظر لاندې دلایلو ته نه غواړي چې د سوريې پر رژیم نظامي یرغل وشي:

۱: د اقتصادي اړیکو له کبله

سوریه یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په لوړه کچه له روسيې څخه اسلحه واردوي. د سوریې د روسيې د دفاعي تصدیو سره تر ۴ بیلیون ډالرو پورې قراردادونه تر سره کړي. د سوريې هیواد په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې له روسيې څخه د ۱۶۲ میلون ډالرو په کچه سلاح اخیستې. همدارنګه د دواړو هیوادونو لخوا د جیټ الوتکو ۵۵۰ میلون ډالرو یو قرارداد هم امضا شوی. سربیره پر دې نور بحري او نظامي قراردادونه هم دواړو هیوادونو تر سره کړي.

۲: ایډیالوژیک ملاتړ

بشار الاسد د روسيې کمونستي نظريې له پلویانو څخه شمیرل کیږي. که تاریخ ته لږ نظر وکړو، د سوړ جنګ په دوران کې امریکا او روسيې غوښتل، چې د نړۍ هیوادونه را خپل کړي. هماغه وه، چې امریکې په اروپا کې د ناټو سازمان په دې خاطر رامنځته کړ، چې د کمونیزم مخه ډپ کړي. په مقابل کې روسيې د وارسا تړون رامنځته کړ، تر څو د کپیټلزم د نظريې مخه ډپ کړي. اوس مهال روسیه په امریکا بې باوره ده، چې د انساني کمکونو، د ډیموکراسۍ په نارو او بلاخره د نظامي یرغل په بهانه په سوریه کې خپل پلوی رژیم منځته راولي او سوریه به ترې خپله کړي. نو په همدې اساس روسیه هغه پریکړه چې په سوریه نظامي یرغل وشي ویټو یا ردوي.

دوهم: چین

چین په سوریه کې خپلې زیاتې ګټې او غوښتنې لري.

ځیني وايي، چین غواړي سوریې سره مالي اړیکې قایمې کړي. ویل کیږي، چې د ۲۰۱۰ کال په تجارتي اړیکو کې سوریه د چین درېیم صادروونکی هیواد ګڼل کیده. همدارنګه چین، سوریه د تجارت لپاره یو ښه ملګری ګڼي. چین غواړي، چې د سوريې بحران په ډپلوماتیکو هڅو پای ته ورسي، نه نظامي. چین د نظامي یرغل څخه ویره لري، چې د دغه نظامي یرغل پایله د لیبیا په څیر ونشي.

درېیم: ایران

ایران او روسیه دواړه په سوریه کې ورته ګټې لري، ایران د سیمې د زبر ځواک په لرلو سره، لاندې نقطو ته په کتو نه غواړي چې په سوریه حمله وشي، مذهبي او ستراتیژیکې

۱: مذهبي: ایران په نړۍ کې د شیعه نفوسو تر ټولو ستر هیواد دی. بشارالاسد هم د شیعه نظریې پیرو دی. ایران هغه وخت په سوریې د ملګري حساب وکړ، چې ایران له عراق سره په اتو کالو جنګ کې نښتی او سوریې ېې په هماغه وخت کې ملاتړ کاوه. په همد اساس ایران نه غواړي، چې سني مذهبه د بشارالاسد مخالفین کامیابۍ ته ورسي، که چیرې مخالفین د بشارالاسد حکومت را نسکور کړي، ایران دوه ګټې له لاسه ورکوي:

الف: سعودي به کامیاب شي، ځکه سعودي او قطر هغه هیوادونه دي، چې د بشارالاسد مخالفین حمایه کوي او په سیمه کې ایران، سعودي عرب یو لوی سیال ګڼي او هیڅکه هم ایران نه غواړي چې سعودي په سیمه کې په کامیابۍ وویني.

ب: ایران نه غواړي، چې د بشارالاسد حکومت له منځه لاړ شي، ځکه په تلو سره يې شیعه نظریه هم شاید په سوریه کې له منځه لاړه شي او ځای به يې سني مذهب ونیسي او سوریه به د ایران له لاسه ووځي. ایران دا هم نه غواړي، ځکه ایران په دې لټه کې دی، چې په سیمه کې شیعه نظریه خپره کړي.

۲: ستراتیژیک ملګری

حزب الله چې یوه لبناني شیعه نظامي او ایران پلوې ډله ده او په سوریه کې ورته ټریننګ او نور تمویل ورکول کیږي. دغه شیعه ډله چې لبنان کې خپل فعالیتونه پر مخ بیايي، نو د ایران په وینا له لبنان نه کولای شي، چې د همدې ډلې په ملاتړ اسرائیل تهدید او تر فشار لاندې راولي، ځکه لبنان او اسرائیل سره هم سرحدي دي. ایران کولای شي، چې په لږ واټن مزایلو سره اسرائیل د همدې ډلې په واسطه تهدید کړي. په ۲۰۰۹ کال کې په دمشق کې یو امریکايي ډپلومات له دې پرده پورته کړه، چې حزب الله ډلې ته سوریه مزایل ورکړي. نو ایران د حزب الله د ډلې په خاطر هم نه غواړي، چې د بشارالاسد رژیم را نسکور شي، ځکه بیا به ټریننګ چیرته ورکوي. د غربي استخباراتو پر بنسټ اوس مهال ایران د سوريې حکومت او خلکو سره استخباراتي، نظامي، ارتباطي، غذایي او انساني مرستې کوي، حتی تر دې، چې هغه افغانان چې په ایران کې د مزدورۍ لپاره تللي، مجبوروي، چې د یو څو ډالرو په مقابل کې د سوریې جنګ ته لاړشي، خصوصا هزاره توکمه افغانان. د ایران رئیس جمهور حسن روحاني او د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، وايي: «سوریه د نړیوالې دسیسې ښکار شوی».

ایران په دې عقیده ده، چې غرب او تقریبا ټول عربي هیوادونه غواړي، چې د سوریې رژیم را وپرزوي تر څو دغه سیمه اسرائیلو ته په لاس ورکړي.

اخځلیکونه

CNN ویب سایټ
Center for Strategic and International Studies Russia and Eurasia Program
International Peace Research Institute

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د