افغانستان

ملي دفاع وزارت: د ملي اردو ۱۷ او د طالبانو ۱۰۳ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي۱۵مه ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د ملي اردو په تصفیوي او محاربوي عملیاتو کې کې د ملي اردو ۱۷ عسکر او د طالبانو ۱۰۳ تنه وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دغه تلفات په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په هغو عملیاتو کې رامنځته شوي چې ملي اردو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې ۱۰۳ طالبان وژل شوي، ۹۷ ټپیان دي او ۱۰ نور يې ژوندي نیول شوي دي.

ملي دفاع وزارت منلې چې په یادو عملیاتو کې ۱۷ د ملي اردو عسکر هم وژل شوي دی.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د جګړې دواړي لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو اعلانونه کوي چې د ځینو کتونکو په وینا هر اړخ هڅه کوي چې خپل تلفات کم او د مقابل لوري تلفات زیات وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x