نظــر

حزب اربکي افغانستان

arbakianاول چرسي وې اوس بنګي شوې
الله دې خیر کړي شرابي یا اربکي نه شې مینه

نن مې له مودو وروسته یو ځل بیا دشهادت زرغونه ویب پاڼه راواړوله ، دویب پاڼې په چپه  خوا کې مې دشهادت ورځپاڼې  سرمقاله ترسترګو شوه  ، چې د وروستیو پاڅونونو او پاڅون خېلو په اړه وه .

شهادت لیکلي وو  (په ننگ او ناموس مين افغان مسلمان ولس د خپل تېرنږدې پنځه مياشتني پاڅون په اړه بالاخره په ډير جرائت او ځغرده خپل موقف څرگند او ډاگيزه کړ

،د دغه پاڅون لمن چې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ غيرتي اوسيدونکو يې پيلامه کړې وه_ اوس د ارزگان، لغمان ،ننگرهار، کونړ، کندز او کندهار تر بېلابېلو ولسواليو پورې غځېدلې ده !! پاڅون کوونکو د خپل پاڅون اصلي موخه او لامل په ډاگه کړى ويلي يې دي: ((مونږ د خپل ننگ،ناموس او عزت د خوندي ساتلو په هدف پاڅون کړى او تر څو چې په خپل مرام کې بريالي شوي نه يو_ د پاڅون لمن به ډير ژر د هېواد گوټ گوټ ته ورسيږي . . . الخ )

دغه راز مې په شهادت ویب پاڼه کې داصالت يار په نامه ( چې غالبا به حکمتیار خپله وي ) دیوه لیکوال لیکنه هم ولوسته چې دشلګر په ذلت محکوم او مخ په ځوړ اربکي بغاوتونه یې  دتونس او مصر له انقلابونو سره تشبیه کړی او همدومره هیلې یې پورې غوټه کړې وې .

پخوا مې له ځينو دوستانو  یوه خبره اورېده خو زړه ته مې نه لوېده ، ځینو ملګرو استدلال کاوو ، څنګه چې دافغانستان په مختلفو سیمو کې یوازې په هغو سیمو کي د اربکي توب پروژې تریوه حده بریالۍ کیږي چې پخوا دحزب اسلامي دنفوذ سیمې وې ، له دې څخه معلومیږي ، چې حکمتیار دا ځل له کرزي سره هماهنګي کړې او هغه د چاخبره  ( جهاد في سبیل امریکا ) یې شروع کړی دی .

ددې خبرې لپاره نغد مثالونه ، دبغلان او کندز ځینې سیمې ، دمیدان وردګو نرخ او جلرېز ، دلوګر ازره ، دغزني  دشلګر حزبي کلي لکه  عبدالرحیم ، پایندی  او کونسپ  او دهیواد په مختلفو سیمو کې نورې سیمې دي ، چې حزبي اربکیان په کې لومړی ددحزب دمجاهدینو په نامه راپورته شوي ، په همدې عنوان یي رښتیني مجاهدین  تیرایستلي او وروسته یې دلستوڼي دمارانو په دود  په پوره نامردۍ مجاهدینو  ته ټک ورکړی او دامریکایانو دمقدمة الجیش اربکیانو رول یي ادا کړی دی .
ددې خبرې نغد مثال دغزني اربکیان دي ، عبدالمالک  او رحمت الله  لومړی دحزب اسلامي تر شعار لاندې  دجهاد دعوه کوله ، خو وروسته معلومه شوه ، چې دوی داسدالله خالد په واسطه له امریکایانو  ډالر ترلاسه کوي  ، جهاد یې في سبیل الله نه بلکې في سبیل امریکا دی .

داچې اوس دحزب اسلامي رسمي ورځپاڼه شهادت په خپله سرمقاله  کې صراحتا داندړو له اربکیانو څخه ننګه کوي ، ډيره ښه شوه ، ځکه نور به ښایي دهغو خلکو شکونه هم نه وي پاته چې دحزب اسلامي داوسني اربکي ماهیت په اړه یې درلودل .
داندړو له اربکیانو څخه له صراحتا ملاتړ څخه وروسته نور په هیڅ دلیل دحکمتیار ۴۰  کلن  ګوند ( حزب اسلامي ) نه دی پاته  ، ځکه هغه څه چې دشلګر اربکیان یې  ترسره کوي اسلام  او جهاد ترې پناه غواړي  ، هغوی دکفر او اسلام دمبارزې  په ډګر کې په شکاره دکفر صف نیولی او دمجاهدینو په خلاف په امریکایي سنګر کې ناست دي ، له همدې ځایه نور دحکمتیار ګوند ته حزب اسلامي نه شوویلی  بلکې ترټولو مناسب نوم یې  ( حزب اربکي افغانستان ) دی .

امریکایي اربکیتوب هغه یوازینی دنده وه چې ښاغلي حکمتیار او ملګرو یې امتیاز نه درلود ، اوس داسې ښکاري  چې دکمونست تڼي ، ګلم جم دوستم ، پاټکي زرداد ، میخکوب مزاري ، پل پُران مسعود او  صفوي ایران سره ترائتلافونو او هماهنګۍ وروسته  دغه مسخره سیاستوال  له کرزي او امریکا سره هم کوم پټ ائتلاف کړی دی  او عملا یې داربکیتوب شرف (!) ګټلی دی .

ددې خبرې بل دلیل دادی ، چې همدانن مې په یوه راپور کې ولوستل چې دحکمتیار دګوند ددوو مهمو کسانو غیرت بهیر  او قطب الدین هلال په مشرۍ دحزب پلاوي په اسلام اباد کې دافغانستان په سفارت کې د  کرزي ددفتر له پخواني مشر عمرداودزي سره یوځای یو لړ مراسم ولمانځل او په یوه چاړه یې کیک ورسره غوڅ کړ .

لیکنه  : افغان مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x