افغانستان

ننګرهار او کندوز کې هم د افغان هويت په ننګه لاريونونه روان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د هېواد په ختيځ ولایت ننګرهار کې سلګونو تنو په الیکترونیکي تذکرو کې د اسلام او افغان د لیکلو لپاره لاريون کړی دی، په ورته توګه په شمالي ولایت کندوز کې هم د دې غوښتنې لپاره لاریون روان دی.

لاريون کوونکي چې له ځانونو سره بېلابېل شعارونه لېږدوي، له ګډ حکومته غواړي چې الیکترونیکي تذکرې تر هغو باید ونه وېشل شي، چې د دوی غوښتنې منل شوې نه وي.

د ننګرهار په لاريون کې چې پکې ګڼو سک هېوادوالو هم ګډون کړی و، دوی پر ولسمشر اشرف غني غږ وکړ چې د دوی پر هویت دې ملنډې نه وهي، بلکې په تذکرو کې دې افغان ورته ولیکل شي.

دا په داسې حال کې دی چې پرون – شنبه – په پلازمېنه کابل کې زرګونو تنه واټونو ته راوتلي و او په الیکترونیکي تذکرو کې يې د اسلام او افغان کلیمو غوښتنه کوله.

کندوز؛ سلګونه تنه د افغان او اسلام کلمې غوښتنې په خاطر واټونو ته راوتي
کندوز؛ سلګونه تنه د افغان او اسلام کلمې غوښتنې په خاطر واټونو ته راوتي

په دې لاريون کې چې د ملي تحريک مشر اسماعیل یون، د کابل پوهنتون استاد او د ملي غورځنګ غړی فیض محمد ځلاند، د افغان ملت ګوند پخوانی مشر انورالحق احدي او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشر عبدالستار سعادت هم برخه وال و، د يوه اوږده پرېکړه ليک په لوستو پای ته ورسيد.

په پرېکړه لیک کې د افغان او اسلام کلیمو مخالفت د بهرنیو هېوادونو کار بلل شوی او پکې ویل شوي چې افغان ملت يوې تنګسیا ته مخ کوي چې پرې خپله دغه هڅه بريالۍ کړي.

«له تېرو دوه دريو کلونو راهيسې د يو شمېر بهرنيو هېوادونو په تېره بيا د ايران او پاکستان او د هغو د کورنيو ګوډاګيانو او تاليڅټو له خوا په پرله پسې ډول هڅې روانې دي، چې پر غيرتي افغان ولس، بې دينه، بې ملته او بې هويته تذکرې تحميل او افغان ملت په داسې يوه تنګسيا کې واقع کړي چې له خپل ملي هويت څخه تېر شي. »

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x