نظــر

الیکترونیکي تذکرې او د هویت پاتې جګړه

استاد محمد زمان مزمل

که څه هم حامد کرزي په دې افغانستان کې داسې ډلې او په ډالرو راټول باړه خواره پر ځان راټول کړل چې آخر هغه پخپله ترې تر سپیږمو راغی.

افغانستان د داسې بې موخو ډلو په سیال کې ولوید چې هرې ډلې پکې غوښتل چې د افغانستان د نښان بیرغ او ملي هویت پرځای د خپلې ډلې نښان، د خپلې ډلې بیرغ او د خپلې ډلې دربجن تشخص پر نورو وتپي.

د خلقیانو په دوران کې هر څه سره او هر څه بدل شول او چې هرې خوا دې پرګنو ته کتل، ټول بریت او شقیقې وې، چې تر نن پورې د خلکو له بریتو او شقیقو نه کانګې راځي.

Muzamil-1
استاد محمد زمان مزمل

مجاهدین چې راغلل، چا پکې پګړۍ، چا پکې پکول او دسمال کلچر رواج کړ چې په هماغه دوران کې ډېری خلکو کرايي ږیرې او څڼې پرېښودې او د یوه زوړ پکول لپاره یې پيسې پور کولې؛ ولې نن د هغوی قوارې هم بازار نه لري.

وروسته چې د مجاهد پر ځای طالب راغی، طالبانو پکې اوږده کمیسونه، تور واسکټونه، څپلکې او پاکستاني تېز عطر رواج کړل. هلته به مو ولیدل چې یو عادي ډرېور تور لنګوټی په سر کړ او اوږده کالي به يې په تن کړل او په ځان به یې د ملا توپان اخوند نوم کېښود نو هر کاره به و او له هئیبت به یې پروني جنرالان لړځېدل.

نن چې امریکا او غرب دا هر څه کوده کړل. شقیقې، بریت، لونګۍ، اوږده کمیسونه دا ټول دغو بې ږېرو، بې بریتو، سرو نیکتايي والاو د بل کړل. انسان پکې کله کله په کابل کې د هلک او انجلۍ توپير هم نه شي کولای.

د دغو بدرنګو او د ماتو موډونو مبتکرین نن ټول په دې وروستي مسخره موډ کې محوه ښکاري او د دغو په دې غوبل کې انسان نه پوهیږي چې د افغانانو ملي کلچر او ملي هویت به خلک له څه پېژني؟؟

دلته ډګرمن په سرهنګ بدل شو، پوهنتون په دانشګاه بدل شو او هر څوک پکې د یو مشترک کلچر او مشترکې ژبې بنیادونه ړنګوي او زموږ ځوانانو ته یې نوي او د ملي وحدت پر ضد دامونه ایښې دي.

په دې سوالګر هېواد کې راډیوګانو مونټې کارلو وشرموله او تلویزنونو د مسیحي اوتانا تلویزونونو ګروپ وشرماوه او سیاستوالو یې په دې هېواد کې د سفارتو پورې تړلو دا خصلت اخیستی چې په هر څه باندې معامله کوي او هر څه خرڅوي او په هر څه کې بدلون ته چمتو دي.

له همدې ځایه په دې هېواد کې نه د سیاست ثوابت پاتې شول، نه د فرهنګ ثوابت پاتې شول او نه هم تاریخي متفق علیه الګو مشران پاتې شول.

یوه ډله افاقي اله ګوله کوونکي د جهاد د مقدس نوم نه په بده استفاده د ګاونډیانو او اروپايي سفارتونو په اشاره غواړي د دې هېواد مقدر او راتلونکی د څو محدودو معامله ګرو کورنیو او ګروپونو په واک کې پاتې شي او له دې وروسته هغوی ته دا اهمیت نه لري چې په افغانستان کې دې جنګ وي او که سوله.

په تذکره کې د اسلام او د افغان له کلمې سره کرکه کوونکي ولې په دې نه پوهېږي چې روان جنګ له پيله د ملي هویت او اسلامي هویت نه د دفاع جنګ دی او دا چې دا هویت خرڅونکي په خپل ملت کې ځای نه لري او له خپلو خلکو سره نه شي مخامخ کېدای، دا همدا تفاوت دی چې دغه نوي سیاستمداران خپل ملي او اسلامي هویت ته هېڅ اعتنا نه لري او هغوی ته که شل زره ډالر ورکړې د یوې ورځې لپاره یوه لونګۍ په سر نه شي وړی؛ ولې د نیکتايي لپاره د غرب په اوله درجه مغازو څري، ترڅو د جان کیري په ملاقات کې هغوی د عصري افغان د ذوق په ارزښت کې اوچته درجه یوسي.

موږ چې په دې هېواد کې د پردیو واک او د پردیو لپاره کار او د پردیو د قوانینو او تمدن لپاره د ټیکه دارانو دا رسوا ماحول ګورو نو زړه مو زور نه اخلي چې انسان پکې د چا په مقابل کې ودریږي او انسان د کومې بدرنګۍ مخه ونیسي.

هویت پلورونکي باید پوه شي چې دا دېرش کلنه جګړه، د مجاهدینو او طالبانو د داخلي جګړو څخه په استثنا، دا درنه او پراخه جګړه اصلاً د هویت جګړه ده که نه په دې هېواد کې به څوک د بل جنګ لپاره د یوه ماښام لپاره یو لیونی هم پیدا نه کړي.

د هویت پاڼې یا تذکرې په اړه د قصدي غلطیو په وړاندې (یون) وښودله چې ملت په څومره یوه حساس ردعمل ولاړ دی ولې د امریکا د سفارت منتخب حکومت پکې بیا بیا د پرګنو ردعمل د هېڅ په حساب نیسي او خپله او پردۍ خبره عمل ته باسي.
افغاني معامله ګر او هویت پلورونکي باید پوه شي چې ملتونو او قومونو له خپل هویت نه په یوګوسلواکیا کې هم دفاع وکړه، پاتې خو هغه سنتي او د ویاړلي هویت خاوند افغانان دي چې د پرنګي، شوروي او امریکا جنرالانو یې د هویت سور او اوږده ښه وپېژندل.

تېر حکومتونه (له خلق نه نیولې تر نن پورې) دا ټول هغه زهري پړاوونه دي، چې دا دېرش کاله پردیو د افغانستان د خلکو د ذلت او غلامۍ په ذهرو ډک د دې هېواد په شارګونو باندې راځوړند کړي دي ترڅو دغه ملت ته دوی د پاکستاني، ایراني او نن امریکايي هویت ورکړي.

د افغان په کلمه څه قیامت نږدې کېږي چې په کارت کې ولیکل شي، بلکې کارت پرې درنیږي، نه پوهېږم چې په لیکلو یې پرنګیان خپه کېږي او که ایراني شیخان خپلو دوستانو ته ایراني تومن کموي؟

دا نن چې موږ پخپلو پولو کې د خپلو ګاونډیانو سره د غرور جګړه کوو، دا د همدغه افغاني هویت حرمت دی چې د بلا پيړیو شاته دلته موږ تاجکان، پښتانه، ازبکان، هزاره او ټول پکې شریک په یوه صف کې روان یو.

موږ خو پرون په دې سلسله کې خپل الګوګان او خپل ملي مشران پېژندل چې د پرتلې پرمهال به پکې میر مسجدي شل برابره د نادرخان نه زیات باوقاره ځای درلود او امین الله خان لوګري به شل برابره پر پښتون شاشجاع اوچت ځای درلود.

که د هویت جګړه مشترکه نه وه ما او مسعود او استاد رباني څه مشترکات درلودل چې پرون مو د یوه ګډ وطن په خاطر په ګډه کورونه او د پلرونو ځای پرېښودل؟

زه چې دا مقاله لیکم خدای شته چې نه پکې یو حزبي یم، نه جمعیتی. او زه چې پرون په کوم سنګر ولاړ وم، په هغه کې هم زما په غاړه کې د ډلې ولاء نه وه، بلکې پرون موږ ټول په دې لاره کې لکه افغانان روان و. هیڅ چا به له خپلو مجاهدینو ورونو څخه د حزب او قوم پوښتنه نه کوله او چې چا کړې تر نن پورې یې خاطره سپکه پاتې ده!!

هغه خلک او ډلې چې د تاجک او پښتون لپاره ویاړونه ګتي، هغوی به پای دا معرکه بایلي او یا به د ځان لپاره جلا بل هېواد جوړوي؛ زموږ نیکونو په ګډه د دې وطن لپاره پرون د خراسان او نن د افغانستان نوم ایښی دی او موږ د همدې مشترک عنوان لپاره قرباني ورکوو او د بل نوم پکې ضرورت نه شته. د دې نوم په افتخاراتو کې سره شریک راغلي یو؛ ولې په دې اړه د ایران، پاکستان او هندي پارونکیو ډلو د ډاډ او بخشش درشل ته اوږې او سرونه کوز کړو؟

منم چې په کارت کې د افغانستان کلمه یوه بې نیازه کوونکي کلمه ده ولې په هغه کارت کې چې د چا نوم، د پلار نوم په سلسله مراتبو کې لیکل کېږي، په هغه کې د یوه افغان د کلمې ځای تش پرېښودل نه په چا باندې ارتینه طلاقوي او نه هم دا چې مروري یې.

هغه کسان او ډلې چې په دې ثوابتو راګرځي او د تاریخ صفحات له شا لولي هغوی باید پوه شي چې دا پکې د هغه ماجراء ژوندي کول دي چې هم به پکې ملي وحدت ته صدمه ورسیږي او هم به پکې دغه دوستان پر نورو سپين بیرغونو پورته کولو اړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x