نظــر

ولسمشر صاحب زموږ ولایت به کله له شر څخه خلاصېږي!!!

governers of ghanzi and wardakد میدان وردګو ولایت د تېرو څلو کلونو راهیسې له کلک ناورین سره مخ دی، چې نه پکې د اداري فساد ساری لیدل کېږي او نه هم په کې د جنګی ناورینونو  لمبه کرارېږي، چې حالت خلک تر پوزو را وستلي دي.

دولسشمر په دې مړه دیموکراسۍ کې کابل ته څېرمه پروت ولایت له جګړو، لمبو او وژونو پرته نور هېڅ نه لري.

دا به هم ددې ملت بدبختي وي، چې د خدای په مخلوق کې حلیم فدایی والی ور باندې مقرر شوی او نوموړی له جیب ډکولو پرته نور هېڅ نه پېژني.

په وردګو ولایت کې ټول خلک په دې پوهېږې چې دا والي د همدې ولایت د اړونده چارواکو (فاروق او شیرولی) په ملاتړ د هغوی د شخصي ګټو په خاطر مقرر شوی. والي صاحب د اړونده چارواکو د شرکتونو ترمنځ په خپله هم د خپل ورور په نامه شرکت جوړ کړی او د اړونده چارواکیو له شرکت سره په ګډه کار کوی، د څو کلونو راهیسې یې هڅه همدا ده، چې څنګه دلته ځان وساتي او خپلې پروژې پلي کړي.

د والي صاحب په موده کې سیمې ته نه یوازې پرمختګ راغلی بلکې د ولایت په ټولو ولسوالیو کې جګړو زور اخیستی. د جګړو د زیاتوالي له کبله له بهسودو پرته په ټولو ولسوالېو کې امریکایانو بیسونه اچولي چې په دې سره ولسوالیو کې هره ورځ جګړې روانې دي. امریکایان او طالبان په جګړه بوخت او په خپله والي صاحب په دې فکر کې دی، چې څنګه ځان وساتي او خپلې پروژې پلي کړی:

۱-  د کرزی د انتخاباتو په کال د سیدآباد- جغتو او چک- جغتو سړکونه د USAID لخوا منظور شول او تمه وه، چې دغه سړکونه د کرزي د وروستۍ ولسمشرۍ په لومړي کال پیل شي. خو والي صاحب ان په لومړي سر کې داسې شرکتونه ورته ټاکلي وو، چې هغوی دوی ته سهمیه ټاکلې وه. مګر اړونده شرکتونو په دې ونه توانېدل، چې پروژه پلی کړي. وروسته ډېرو نورو شرکتونو ورته وړاندیز وکړ او دا ډاډ یې ورکړ چې له امنیتی ستونزو سره سره به دوی پروژه پلی کوي خو د والي صاحب باج دومره لوی او غټ ؤ، چې هېچا غاړه ورته نه شو اېښودلی. اړونده سړکونه لا تر اوسه همداسې پاتې دي.

۲-  د والی صاحب په پاچاهۍ کې د غزنی ښار برېښنا له کابل څخه د ګردیز په لاره ځي. دا ځکه چې په دې کې د هغه لپاره ګټه نه وه.

۳- والی صاحب له ډېرو اوږدو جوړ جاړیو وروسته د تورن امان الله له زوی سره د ۳۰۰۰۰ ډالرو په بدل کې موافق شو، چې هغه د میدان د ښاروال په توګه ومني. له هغه سره یې په ګډه د میدان جلریز سړک ښۍ خوا ته پرته دولتي سیمه د شخصی ځمکې په پلمه استملاک کړه او دولت ته یې عریضه وکړه، چې دا شخصي ځمکه وه، په دې سره یې له دولت څخه هم پیسې واخیستې او بیا یې اړونده ځمکه پر خلکو وپلورله. د ولایتي شورا په مرسته یې څو ښاګوټي او تجارتي ساحې طرح کړې، ځینې یې خرڅې کړې او ځینې تر فروش لاندې دي.

۴-  کله چې ولایتی شورا جوړه شوه مشری یې د اخترمحمد زوی (رفیع) کوله او هغه دومره شتمن ؤ، چې د وردګو پروژو ورته ارزښت نه درلود ځکه خو یې د هغو د ترلاسه کولو پر سر له والي صاحب سره غاړه نه وړه. مګر والي صاحب له حضرت جانان او شیرشاه سره لار جوړه کړه، چې یو کال به یو د ولایتی شورا مشري کوی او بل کال به یې بل کوی او په دې وتوانېده، چې رفیع له منځه یوسې او ولایتي شورا خپله کړي.

۵-  والي صاحب د لیکوالو او ژورنالستانو څخه یو څه ویره درلوده مګر د هغو د نازولو لپاره یې ښه پالیسی یې پرمخ یوړه. وخت پر وخت د هغوی کتابونه خپروې، هغوی ته پیسې او نومرې ورکوي ترڅو په دې سره د خلکو غږ ډوب کړي.  خو بیا هم چې کله د کوم خطر احساس وکړي بیا د شیرولی په مینه کښېني او د هغوی په مرسته هره ستونزه حل کوي.

۶-  والي صاحب که څه هم دیني زده کړې کړي خو بیا هم په دې خبره ډېر شرمېږي، چې له ملانو سره اوسېدلی او په خپلو خبرو کې هر وخت د ملانو او معلمانو  سپکاوی کوي. له همدې کبله ده، چې په میدان ولایت کې حکومت خپل اعتبار بلکل له لاسه ورکړی او ټول ویني چې وردګ ولایت د بل هر ولایت پر تله نا امنه دی.

۷-  اوس په دې وروستیو وختونو کې په ولایت کې پروژې لږ شوې دي او د پوهنې ریاست یوازنی ځای دی، چې هلته ډېرې پیسې دي خو څرنګه چې هلته ویل کېږي، چې د پوهنې د ریاست چارواکي د نوموړې د فساد مخنیوی کوي نو ځکه یې د خپلو ملګرو په مرسته ډېرې دسیسې جوړې کړي. نوره لاره او دسیسه یې چې جوړه نه شو کړلی ډېر ځله یې خپلو مګرو ته ددې امر کړی، چې د نوموړيو لپاره ښځې پیدا کړي او په دې توګه هغوی بدنام او له دندې یې ګوښه کړي، ځکه د والي صاحب د ملګرو په وینا والی صاحب ته باید د پوهنې له ریاست څخه هره میاشت اته لکه افغانۍ عاید په لاس ورغلی وای.   

موږ د میدان وردګو مظلوم ولس چا ته شکایت وکړو؟؟ که یو پولیس ظلم را سره کړی وای نو قوماندان ته به مو شکایت کړی ؤ او که قوماندان ناورا را سره کړې وای نو والی صاحب ته به مو شکایت کړی ؤ! که والی صاحب شکایت کړی وای نو وزیر صاحب او پارلمان ته به مو شکایت کړی وای! او که وزیر او پارلمان ظلم را سره کړی وای نو ولسمشر ته به ورغلی وو، مګر دا چې ټولو زموږ پر وړاندې لاس یو کړی نو یوازې الله ته په لاس لپه کړو، چې یا الله ته مو له دې هر اړخیز شره خلاص کړې!!! آمین

اسلم خان سلطاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x