افغانستان

فراه کې د دولتي پوهنتون د تاسیس ډبره کېښودل شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي۱۵مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په لویدیځ ولایت فراه کې د دولتي پوهنتون د تاسیس ډبره کېښودل شوه.

د فراه ولایت د والي ویاند جواد افغان له لوري نن ټکی اسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼه وايي چې دغه دولتي پوهنتون به په دوه زره جریبه ځمکه کې جوړ شي.

هغه زیاته کړې چې د فراه ولایت دولتي پوهنتون د بنسټ ډبره ددغه ولایت والي محمدآصف ننګ، دولتي چارواکو او د ولایتي شورا د استازو لخوا کېښودل شوه.

د فراه والي اصف ننګ د پوهنتون د تاسیس د ډبرې د کېښودلو پر مهال وویل  چې دا په فراه کې د علم او زده کړې په لور یو بل ګام دی، هغه د ګډ حکومت څخه مننه وکړه چې دا پروژه یې منظور کړه.

د فراه دولتي پوهنتون د رغونې کار د افغانستان د دولت د انکشافي بودیجې څخه تمویلیږي او په ۱۸ میاشتو په موده کې د اریانا باستان ساختماني شرکت لخوا په پاخه او اساسي توګه جوړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

شه خبر دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x