د نن سرلیکنه

د سام په غونډه کې د ګډ حکومت کړنې ریښتیا هم د تائید وړ ولې ؟!

نن ټکی اسیا -سرلیکنه: د پنجشنبې او جمعې په ورځ د ریکا ۶ تر غونډې وروسته كابل د (سام ) د غونډې کوربه هم و.

له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو (سام) غونډه د ریکا ۶ د غونډې په تعقیب د جمعې په ماښام په ارګ تر سره او د شنبې تر ورځې پوري دوام درلود .

په دې دواړو غونډو کې پر نورو اقتصادي مشورو او موضوعاتو سربیره ګډ حکومت د هغو تعهداتو او ژمنو چې د نړیوالې ټولنې په مقابل کې درلودل هغوی ته د رپوټ وړاندې کولو او حساب ورکولو مسؤلیت هم درلود.

د ګډ حکومت دمالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د سام غونډه د خپل حکومت لپاره یو آزمایښت وباله چې د ده په وینا مرسته کوونکو هیوادونو د دوی د حکومت کړنې مثبتې وارزولې.

خو ایا خپله د افغانانو له نظره ریښتیاهم د ګډ حکومت کړنې مثبتې بلل کیږي؟

۱۰ میاشتې وړاندې د لندن په کانفرانس کې هم له کابل سره په مشروط ډول د نړیوالې ټولنې د هغو ۱۶ ملیارده ډالرو مرستې جاري ساتلو مشروطه ژمنه شوې وه كومې چې یې د توکیو په کانفرانس کې ژمنه شوې وه.

د ۲۰۱۳ کال د توکیو په کانفرانس کې چې د متقابل حساب ورکولو تر سرلیک لاندې جوړ شوی و له کابل حکومت سره د نړیوالې ټولنې د هر ډول مرستو دوام په حساب ورکولو، ښې حکومت دارۍ او د اداري فساد په له منځه وړلو مشروط شوى و.

خو له بده مرغه چې د ارګ چارواکي نه د لندن په کانفرانس کې د خپلو کړیو ژمنو په پوره کولو وتوانیدل او نه هم د ریکا ۶ او سام په پرونیو غونډو کې .

ځکه هغه ژمنې چې پخواني حکومت یې د عملي کولو وعده کړې وه هغه په دولتي سیسټم کې د فساد له منځه وړل او په شفافیت سره نړیوالې ټولنې ته د هغوی د کړیو مرستو حساب ورکول وه.

خو ارګ چارواکي نه یواځې داچې د مالي فساد د پخوانیو دوسیو په تصفیه کولو کې پاتې راغلي بلکې پر هغو سربیره نورهم فساد دومره مالي فسادات تر سره کړي چې سیګار یې هره ورځ په اړه يو رپوټ خپروي.

وروستی رپوټ یې د کډوالو په وزارت کې د يومليارد ډالرو اختلاس دی چې د یاد وزارت له بودیجې څخه غلاشوي.
د کابل بانک د ۹۰۰ملیون ډالره حیف ومیل شوې شتمنۍ دوسیه په هغې کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو د ښکیلتیا له کبله لا هماغسې نیمګړې پاتې ده .

همداراز خپله د دولتي چارواکو د اعتراف له مخې په تیرو دریو میاشتو کې له هیواد څخه د څلور ملیارده ډالرو په اندازه سرمایه ایستل شوې ، اقتصادې هبوط ، بیکاري او مالي فساد خو پرځای پریږده چې خپل اوج ته رسیدلی .

که څه هم چې د ګډ حکومت چارواکي په کابل کې د ریکا ۶ او سام غونډو جوړول دځان لپاره لویه لاسته راوړنه او پرمختګ بولي او واقعا هم چې د دغه ډول غونډو جوړول د اقتصادي پرمختګ لپاره یو ښه چانس بلل کیږي ، خو دا په هغه صورت کې چې حکومتي چارواکي وكړای شي په ژمنتوب سره د خپلو کړیو تعهداتو په اړه د شفافیت او حساب ورکولو وړتیا ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x