نظــر

ستونځمن چال

4american-troops-afghanistanپه دی وروستیو کی بهرنۍ منابع د ناټو د عسکرو د هغه وژنو په هکله احصایی وړاندی کوی چی د افغان امنیتی ځواکونو له خوا تر سره کیږی او یا د امنیتی یونیفورمونو څخه په ګټه اخیستلو بهرنی عسکر په نښه کیږی .ویل کیږی چی یوازی په روان کال کی تر اوسه په لسهاؤ کسه د ناټو عسکر په دا ډول حملو کی وژل سوی دی چی زیات یی امریکایان دی .ناټو د مخالفینو نفوذ ته په افغان امنیتی ځواکونو کی اشاره کوی خوافغان لوری بهرنی استخبارات ګرم بولی مګر ناټو دا مطلب نه منی او وای ددی ادعا د ثبوت لپاره کره اسناد او شواهد په لاس کی نسته داسی ښکاری لکه چی یوار بیا هغه څه تکراریږی چی د روسانو د یرغل پر وخت پیښ سوی وه .

هغه وخت کله چی به روسانو پر یوه سیمه د عملیاتو پلان ترتیب کړ نو د عملیاتو د پیل نه مخکی به مجاهدین خبر سول او سیمه به یی موقتا ترک کړل همدا ډول څه وخت چی به هغوی کومی سیمی ته د تصفیوی عملیاتو په موخه تلل مخکی له هغه به مجاهدین خبر سول کمینونونه به یی افراز کړه او ماینونه به یی ښخ کړه چی د روسانو د تلفاتو باعث به وګرځید داځکه چی مجاهدینو د پوځ په لیکو کی پوره نفوذ درلود. روسانو ویل چی زموږ لپاره د جګړی خط مشخص ندی یوازی د مجاهد سره نه بلکه د نامعلوم دښمن سره پخپل څنګ کی هم د جګړی سره مخ یو او دا تر ټولو مشکل حالت دی .

امریکایان هم یقینا د خپل راتګ له وخته دعینی ستونځی سره مخ دی خو هڅه یی کړیوه چی موضوع مطبوعاتو ته و نه باسی اما اوس چی د افغان امنیتی ځواکونو په وسیله د بهرنی عسکرو د وژلو کچه ډیره لوړه سویده نور د امریکا د صبر کاسه ډکه سوه او ږغ یی پورته کړ ، هره ورځ اکثریت بهرنی مطبوعات د افغان امنیتی ځواک په وسیله د ناټو عسکرو د وژلو احصائیه په جلا جلا ډول خپروی ، یقینا هره ستونځه د زغم وړ ده اما دا ستونځه د ستراتیژیو د نوی کتنی ضرورت په ډاګه کوی. که څه هم ددی ستونځی حل مشکل او یا ناممکن ښکاری خو ژوره کتنه ورته پکار ده . همدا ډول ناټو د افغان اداری په وړاندی د یو عکس العمل په توګه د افغان امنیتی ځواکونو روزنه و ځنډول ، نور هم معلومه نده چی څه به وغواړی.

مهمه خبره داده چی ددی عمل د انګیزی سببونه څیړل سوی دی خو په نتیجه یی افغان اداره او بهرنیان په یوه خوله ندی که څه هم امریکایان او افغان حکومت هڅی کوی عوامل طبعی ، روانی او کله هم عُقده ای په ګوته کړی اما مبصرین دا کړنی د طالبانو د نفوذ نښه په امنیتی ځواکونو کی بولی که خبره همدا وی نو دا ډیره خطرناکه پدی ده چی طالبان سربیره پردی چی د کابل شاوخوا ته رسیدلی دی اوس یی د حکومت زړه یعنی امنیتی ارګانو ته هم لاره موندلی ده، بده لا داده چی اوس به بهرنی نظامیان په کوم افغان افسر او یا عسکر اعتماد کوی او څه ډول به په اجرااتو کی هماهنګی ته زړه ښه کوی .ښاغلی اوباما ددی معضلی په وړاندی خپله جدی اندیښنه څرګنده کړه او افغان حکومت یی د دا ډول کړونو و مخنیوی ته وهڅاوه سربیره پردی امریکایی پوځی چارواکو و ناټو پوځیانو ته  د افغان امنیتی ځواکونو څخه د ځان د ساتنی په منظور یو لړ امنیتی تدابیر توصیه کړل چی ټوله د باور د نه درلودلو په معنا دی اما فکر نه کیږی چی د امنیتی تدابیرو په ډیر والی ددی پرابلم مخه ډپ سی.

د لویه سره دوه مطلبه د پاملرنی وړ دی اول داچی د مځکی د کُری د هری نقطی څخه چی حرکت وکړی په نهایت کی بیرته هغه نقطی ته رسیږی ، نو که هرڅومره ستراتیژی طرح سی بیا هم هغه نقطه د پام وړ ده چی همیشه یی یادونه سوی ده یعنی مفاهمه او سوله ، سوله هم په سیمه ایزه کچه او هم په کورنۍ کی ،طبعی خبره ده چی د جګړی د ختمیدو په منظور سوله او تفاهم د دښمن سره کیږی ځکه باید کنجوسی ونسی بلکه په خلاص لاس څه دلاسه ورکړل سی ترڅو امنیت لاس ته  راسی د افغان حکومت او امریکایانو اوسنی دریځ د مخالفینو سره د حقیقی سولی په معنی ندی له بله اړخه جناب کرزی د سولی په بهیر کی یوازی دی ځنی واک داران سوله د خپلی نابودی سره پرتله کوی او د جګړی دوام د حیات یوازنی لاره بولی.

ګومانونه او شکونه هغه وخت زیات سول چی په کورنیو چارو وزارت کی دوه آهم بهرنیان په ډیر محفوظ دفتر کی د افغان پولیسو د افسر لخوا چی د سالنګ اوسیدونکی ؤ ووژل سوه ، ځنی رسنیو داسی مطالب خپاره کړل چی ګواکی نوموړی کس پخوا د بی دسپلینۍ له کبله د پولیسو د لیکو څخه ترټل سوی ؤ اما دوباره استخدام او په سریع ډول د افسرۍ رتبی ته ورسید د توفنګچی ګرځولو صلاحیت یی کسب او و خاصو دفتروته د تګ او راتګ امتیاز یی ترلاسه کړۍ ؤ. خو هرڅه چی وی اصل مطلب دادی چی نور به د افغان امنیتی ځواکونو او بهرنی عسکرو په ګډه د اجرااتو ترسره کیدل، هماهنګی په عملیاتو کی او په ګډه د طالبانو پر ضد پلانونه طرح کول  ډیره ستونځمنه خبره وی. کیداسی د مخالفینو اصلی هدف همدا د ایساف او کورنی امنیتی ځواکونو تر منځ فاصله ایجادول  وی.

داسی نظریات هم سته چی امریکایی عسکر د زور څخه په استفاده افغانی دود او دستور ته په سپکه ګوری، مقدس کتاب سوځی،عامه وژنی ترسره کوی او د اجسادو سپکاوی کوی نو ځکه هم د ټولو افغانانو چی امنیتی منسوبین هم د هغه جز دی احساسات جریحه داره سویدی له دی کبله چی امنیتی منسوبین اسلحه لری او د بهرنیانو سره مستقیم په تماس کی دی په استفاده د شرایطو څخه د عکس العمل په توګه د هغوی په وژنه لاس پوری کوی. بالاخره هرڅه چی وی لوی مشکل دی .څه موده مخ کی هم افغان عسکر په کاپیسا ولایت کی پر فرانسوی ځواکونو حمله وکړه او یو تعداد فرانسوی عساکر یی ووژل همدا دلیل ؤ چی فرانسوی رهبران یی په غُصه کړه او د یو آنی تصمیم په نتیجه کی یی پریکړه وکړه چی خپل ځواکونه مخکی تروخت له افغانستان څخه وباسی ، او دادی اوس بیا د څو حملو وروسته امریکا هم تصمیم ونیوی چی خلاف د پروګرام څخه د روان کال ترپایه د ایساف څلویښت زره عسکر   وباسی او همدا اوس د ټولو غربی هیوادونو تجهیزات د افغانستان څخه کانتینر بست له افغانستان څخه په منظمه توګه د انتقال په حال کی دی .

اوس د افغان امنیتی قواو تجهیز او تربیه دغربی متحدینو لخوا د شک او تردید سره مخ سوی دی پر افغان امنیتی ځواکونو اعتماد او باور ترهغه اندازی سقوط کړیدی چی نور غربیانو نه غواړی کمترین تجهیزات د وتلو په وخت کی و افغانانو ته پریږدی هغه تجهیزات چی دوباره وړل یی ایساف ته ستونځی را ولاړی کړیدی آن تردی چی د منځنی اسیا د هیوادو سره مفاهمه جریان لری چی د امکان په صورت کی یو تعداد تجهیزات به یا هلته سټوک سی او یا په قطعی ډول د مرستی په ډول هغوی ته وسپاری ځکه د انتقال مصارف یی تر اصل جنس ډیر دی له بله اړخه پر افغان امنیتی ځواکونو د ظرفیت د ټیټ والی له کبله باور نلری. اما داچی ولی په تیرو لسو کلونو ظرفیت لوړ نه سو علت واضح دی هغه داچی رهبری د امنیتی ځواکونه مسلکی کسان ندی بلکه چوکۍ په غنیمت نیول سوی دی . کدرونه ټوله د تنظیمی مراوداتو له مخی ټاکل کیږی . او که په مجموعی ډول ارزیابی سی نه یوازی امنیتی مقامونه د قوت له مخی اشغال سوی دی بلکه ټول ولس صرف د یو څو کسانو یرغمل دی .افغان حکومت او اداره مصلحتی اداره ده ټول مقامات د مصلحت پر بیسټ د ګډو تنظیمی ګټو په منظور ویشل کیږی نو ځکه  په هغه کی پوهه ، وړتیا او مسلکی والی هیڅ ارزښت نلری. ښه حکومتولی صرف شعار دی او د حقیقت څخه ډیر واټن لری.

عبدالباری”عارض”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x