افغانستان

حامد کرزي د ريکا کنفرانس په اړه د چين له سفير سره ولیدل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): پخوني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د چين له سفیر سره د ريکا کنفرانس په اړه خبرې وکړي.

د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې پخواني ولسمشر نن مازيګر د چيين له سفير دینګ زیجون سره وکتل.

د خبرپاڼې له مخې دواړو لوريو په کابل کې د سیمې د اقتصادي همکاريو د هېوادونو په ګډه ناسته ـ ريکا ـ خبرې وکړي.

د ریکا دغه نړيوال کنفرانس چې پکې د دېرشو هېوادونو او نږدې څلوېښتو سازمانونو استازیو ګډون کړی و، تېره پنجشنبه په کابل کې پیل او د شنبې په مازیګر پای ته ورسيد.

په دې کنفرانس چې د سام ناسته يې هم په ځان کې رانغاړله د سیمې د هېوادونو پر اقتصادي اړیکو او اقتصادي پرمختګ بحثونه وشول.

د حامد کرزی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې ملاقات جزييات نه دي خپاره شوي، خو ويل شوي چې په دې لیدنه، ضرارا حمد عثماني، د حامد کرزی د واکمنۍ د ملي امنیت مشاور ډاکټر رنګین دادفتر سپنتا او د دفتر رییس يې عبدالکریم خرم هم برخه وال و.

که څه هم د حامد کرزی د یو پخواني ولسمشر په توګه په ښکاره له ارګه لرې لیدل کېږي، خو د سیاسي کارپوهانو په وینا لا هم حالات له نږدې څاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x