اسلامي جزبه که د احزابو شکست

ليكوال: مدثر همراز

مونږ اکثره په دی حقیقت سترګی پټی کړی وی، بلکه د حقیقت تعبیر بلعکس کوؤ، د یو میړنی مسلمان میړانه په عین وقت سره حماقت ګڼو، اسلامی سر ښندنی ته په عین وقت کې ناپوهی وایو…

حال دا چه په مرور د وقت سره  د اسلام په تاریخ کښی میړانی سرښندنی او اسلامي جزبي اتلولۍ ګڼل شوی، د تاریخ پاڼو ورته د حماقت او ناپوهئ ګوته نه ده نیولي، اسلامی اتلان ټول د میړانی سرښندنی او اسلامي جزبی په دروند او معزز لباس ښکلي دی.

اسلامي جزبه تر اسلامي عقیدی پوری اړه لري، عقیده چه د کمال حد ته ورسیږی جوش او جزبه زیږوی، دا حقیقت دی  جوش او جزبه ظاهری سترګی ړندوی په هر خطر لکه د نابینا ور درومی، خو کله چه د معنویت او عقیدی سترګي روښانه شی نو په ظاهري سترګو د هدف د ترلاسه کولو په خاطر پرده راځی، په همدی بنا جزبه هدف ته د رسیدلو حتمي لاره ګڼلی شو.

لويی لویی معرکی او میدانونه مو د اسلامی جوش او جزبي په برکت د وقت له مغرورو دښمنانو ګټلي په اسلامي تاریخ کی یی ډیر مثالو موندلی شو.

د احزاب یا د خندق غزا ټوله په جزبو او ولولو رنګینه ده، د احزاب  غزا د افغانستان دروانو  حالاتو سره ډیر اړخ لګوی، هلته کفری احزابو اتفاق کړی وؤ، دلته کفری هیوادونو اتفاق کړی، هلته په ټوله نړی کی یواځی مدینه د مسلمانانو خود مختار او پر امن کور وؤ، او دلته په ټوله نړی کی افغانستان، د کفر سرخیل هلته هم اهل کتاب وؤ، او دلته هم د کفر مشري اهل کتاب کوی، په همدی بنا د احزاب د غزا جزبی او سرښندنی دلته د یادولو وړ بولم.

د بنو نضیر یهودانو سره ددی چی په تیر کی ډیر زلیله شوی هم وه د مکی قریشو عطفان او ټولو عربو ته د نبی کریم علیه سلام د مقابلي بلنه ورکړه او هغوي هم ورسره ومنله حال دا چی د مدینی مسلمانان د کفارو په نسبت څو چنده کم او په مادي لحاذ کم زوری وه.

نبی علیه سلام ددی احزابو سره د مقابلی د ترز او طریقی په موخه خپل اصحاب د مشوری کولو لپاره را غونډ کړل، په ظاهره ددوي سره مقابله د ځان وژنی په معنی وه، خو دلته د عقیدی او ایمانی جزبی سترګی په ظاهري دید غالبه شوي، د نرمو مصلحتونو راکړی ورکړی او د دښمن سره په هغه خبرو چی اسلام ته پکی زره زلت هم متوجی کیږي، او یا کفر ته د تسلیمدلو پرځای، د کفر سره د مقابلی په موخه د سلمان الفارسی رض د مشوری په توافق له مدینی چاپیره خندق ویستلو ته ملا تړی، د نبی علیه سلام په شمول ټول اصحاب له ایمانی جزبی نه ګټه پورته کوي.

طبيعی ده چی په داسی مواردو کي د هر انسان سره یو څه ناڅه ویره پیدا کیږی، په همدی خاطر به نبی علیه الصلاة والسلام خپلو اصاحبو ته جزبه ورکوله ډاډ او حوصله به یی ورکوله داسي یی ورته نه ویل چی تاسو نا پوهان یاست ددی دومره لوي قوت سره مقابله کله کیدلی شي او یا هم تاسو د ژوند نه په تنګ یاست چي دا کار کوي، بلکي خپله به یی د خندق په ویستلو کی کار کولو او دا اشعار به یي ویل: اللهم لا عیش الا عیش الآخرة ..فاغفر للانصار والمهاجره
لویه ربه ژوند خو یواځي د اخرت ژوند دی، نو مهاجرینو او انصارو ته مغفرت وکړه.

همدا راز د اصحابو رض ایمانونه کلک او جزبي یی تاندی وی په خپل رهبر یی پوره اعتماد وؤ نو د ظاهری خطر دیادلو پر ځاي یی په اسلامی جزبو او احساساتو ولاړ داسی ځواب وویلو:

نحن الذین بایعوا محمدا..علی الجهاد ما بقینا ابدا

مونږ هغه کسان یو چی د جهاد تر پایه مو د محمد صلی الله علیه وسلم سره ژمنه او بیعت کړي.

د هر مشر او امیر دا مسؤلیت دی چی په عین حال کښی د با احساسه ځوانانو جزبو ته نوي نوي روح ورکړي او خپله د قرباني په ډګر کښی مخکي روان وی.

د بخاری شریف روایت دی، براء بن عازب رضي الله عنه وایی چی ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید، د خندق خاوري یی وړلی او دومره په دړو کی پټ وؤ چی د خیټی مبارک پوستکې یی نه ښکاریده او په همدي حالت کي یی د عبدالله بن رواحه رض هغه اشعار چی الله ج ته په کښی عاجزی شوي ده زمزمه کول، اصحاب رض  سره دجوش او ولولی لوږی دومره ورخطا کړه چی نبی علیه الصلاة والسلام ته یی شکایت وکړ او ورته وه یی ویل چی ای دالله ج محبوبه مونږ هر یو د خپلي خیټی پوري یوه یوه تیږه تړلی ده، مهربانه او سختي ګالونکي لار ښود د هغو د ډاډ او جزبي د لا زیاتولو په خاطر خپله مبارکه خیټه ورته اوښودله چی دوه تیږي یی ورپوری تړلی وی.

هو دا هغه جزبه ده چی په برکت یی اسلام تر مونږ پوری رارسیدلي، په داسی حال کی نبی علیه سلام یوه کلکه پرښه په کولنګ وهي چي په خیټه یی دوه تیږی تړلی او یو لوي لښکر دوښمن ددوی په لور را روان دی خو نبی علیه الصلاة والسلام په دی حالت کښی خپلو ملګرو ته واي د شام د فتح کلیانی را کړل شوي د فارس د ماڼیو کلیاني راکړل شوي، او د اصحابو جزبی دا هرڅه په پټو سترګو ورسره مني ظاهری خطر ورته سترګو ته نه دریږي. بلکه کله چی دوښمن وینی نو د ددوي ایمان نور هم زیاتیږی.
ولما رأى المؤمنون الأحزاب قالوا هذا ما وعدنا الله ورسوله وصدق الله ورسوله وما زادهم إلا إيمانا وتسليما]الایه

د مشر په موجودیت کښی د مسلمانانو جزبی یو په دوه کیږي نو ځکه نبی علیه الصلاة والسلام په خپله د دری زره مسلمانانو په مشري د دښمن مخ ته ورځی او دښمن د خندق نه د راتیریدلو نه منع کوی او مصروف یی ساتي، کله چي یو څه کفار د خندق نه تیریږی نو مسلمانان یی فوراً مخه نیسی.

د کفري فوځ تر ټولو شجاع او پهلوان د مقابلی خواست کوي خو په مقابل کښی یی نازولی د نبي علیه الصلاة والسلام د تره زوی علی رض په خپله جزبه قابو ونه کړای شي او د مقابلی د میدان په ګټلو یی الله ج بریالی کړي چی ددی سره د خندق نه د را تیرو شویو کفارو مورال مات او د لوي هلاکت او تیښتی سره مخ شي
هو دا داسلامی جزبی برکت دی.

یو صحابی سعد رض په دیر سخت زخمی حالت کښی دعا کوی وای یا الله ته ښه پوهیږی چی زه ستا او ستا د رسول صلی الله علیه وسلم سختو دښمنانو سره جنګ ډیر خوښوم چی هغه قریش دی که ددوی سره زمونږ دا اخیری جنګ نه وی نو ته ما ددوی لپاره ژوندی پریږده او که دا اخیری جنګ وی نو بیا می شهید کړه.

همدا راز په مسلمانانو تر ټولو سخت حالت هغه وخت رامنځ ته شو کله چی بنی قریظه عهد مات کړ او غدر یی وکړ  په مدینه کی د مسلمانانو ښځو او ماشومانو ته ډیر خطر متوجی شو په داسی حال کي چی د ښځو او ماشومانو سره د هغوی د حفاظت لپاره هیڅوک هم نشته.

نبی علیه الصلاة والسلام خپل سر او مخ مبارک په څادر کی پټ کړ او وغزید لږه شیبه ورسته را پاڅیده او الله اکبر یی وویل ای خلکو د فتح او نصرت مبارکي درته وایم، د همدی سره د اصحابو جزبی نوری هم لوړی شوي.

دومره لوړی چي نبی علیه الصلاة والسلام یوه طرحه جوړه کړه چی د عطفان قبیلی سره خبری وکړی او ورته ووایی چی تاسو لاړ شی جنګ مه کوي نو د مدینی د میوی دریمه برخه به تاسو ته درکړو دهمدی مشورې لپاره یی سعد بن معاذ او سعد بن عباده رض را وغوښتل, هغوي ورته وویل چی د الله ج رسوله صلی الله علیه وسلم که دا د الله ج امر وی خو په سترګو، او که امر نه وي نو دی خلکو د جاهلیت په وقت کی په زور دا میوې نه دی خوړلی نو اوس چی الله ج ستا په راتګ سره معزز کړو مسلمانان شو نو اوس څنګه دا زلت ومنو، قسم په الله ج چی له توری پرته به هیځ ورنکړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د دوی رایه غوره وبلله ورته یی وویل دا زما طرحه وه ما ددی لپاره وړاندی کړه چی له خطر نه مو وژغورم، دلته که سړی فکر وکړی نو د مصلحت نه جزبی ته ترجح ورکړی شوی.

همدا د اسلامی جزبی برکت وؤ چی د احزابو شکست یی یقینی کړ، سره د ډیرو کړاونو او امتحاناتو الله ج  مسلمانانو ته ګټه او بریا په برخه کړه، په دښمن الهی توفان مسلط شو او تیښته یی وکړه.

خو په دی عصر کی اکثره مونږ ډیر بعیدو مصلحتونو ته تر جزباتو او احساساتو ډیره ترجح ورکوؤ، په عین حال کي خو مو اکثره جزبات او احساسات مجروح کړی هم وي، د سر په بدل حق ویل راته ناپوهی ښکاري، خو مصلحتاً حق پټول بیا لویه هوښیاری بولو، که د میړانی او سرښندنی په ډګر کښی شهید یا زخمی وشي نو هر سړي واي چی دا نا پوهه وؤ په لوي لاس يی ځان پري دغسی کړ، د فدایانو په اړه چی کومی خبری کیږی هغه خو ټول ګورو او اورو، خو حقیقت دا دی چی ددی عصر دی مغرورو احزابو ته همدی میړنیو ، احساساتی، جزباتی سر ښندونکو فدایانو د سر په کاسه کی اوبه ورکړی، د ماتی او ناکامی په درشل یی درولی، ځوانانو ته باید د مصلحتونو او سستو دریزونو پر ځای، د احساس جزبی او میړانی درس ورکړل شی، مونږ وینو چی نن سبا ووړ او زوړ د مصلحت خبری کوی، جزبات مخ په کمیدلو روان دی، دا ځکه چی جزبي ته دنوی روح ورکولو لاره مو غلته کړي، د احزاب د غزا په څیر هر مشر باید په اول خط کی موجود وی، خو برعکس نن سبا چی ډیر کوچنۍ مشر هم وی نو ځان له میدان نه په څنګ ساتي او دا ورته مصلحت ښکاري، که مشران مو په ځان تکلیف تیر نه کړی،او د ځوانانو جزباتو ته نوی روح ورنکړی، د جزباتو له پامه غورځولو سره به لویدلی دښمن خدای مه کړه  بیا را پورته شی، او که غواړو چی دښمن ته ماته ورکړو نو باید جزبات وپالو.

والله اعلم

مدثر همراز

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جاوید احمد
میلمه

له جزباتو دې قربان شم مګر د جزبې د لیکلو اصلي ترز جذبه ده خدای دي وکړی چې لیکنه ده له خط اول څخه رالیږلي وي

غوربندی
میلمه
غوربندی

جاوید صيب مننه

ستا سود تعلیق طرز (تر ز) هم د بیا کتني مقتضي ده.