نظــر

محمدیار صاحب ! انصاف ښه شی دی

خالد افغان زوی

څه موده مخکې مې د راه مدنیت په نامه په یوه خپرونه کې د ودان افغانستان ګوند د سرپرست شاعر او لیکوال عبدالاحمدمحمدیار صاحب مرکه ولوسته.

د محمدیار یار مرکه اوږده او په بیلابیلو موضوع ګانو غږیدلی خو زما توجه د نوموړي هغو خبرو جلب کړه چې د مرکې په پیل کې دده له روایته راغلي دي او نوموړی د طالبانو د حاکمیت په دوره غږیدلی دی.

د طالبانو په اړه یو اړخیز او بي انصافه قضاوت کومه نوې خبره نه ده او نه هم ددې ډلې په اړه منفي نګري او په منفي نګرۍ کې مبالغه کومه نادره پدیده ده، له پاکستاني احمدرشیدنیولې تر ایراني چنګیز پهلوان، افغان اکرام اندیشمند او غربي لیکوالو لکه پیټر مارسیډن، کریستینا لیمب او اولیو رای پورې هیڅ د قلم څښتن هم دې ډلې ته د انصاف په نظر نه دي کتلي،ټول په دې ښکرورو دروغ ویلو کې سره شریک دي چې طالبانو سپین بولدک د ختیځ یعني پاکستان لخوا ونیو، په داسې حال کې چې طالبان بولدک ته د لویدیځ یعني کندهار / ډنډ لخوا ورتشکیل شوي وو، دغسې نور هم ډیر سرچپه قضاوتونه او نګه دروغ ددغې ډلې په اړه اوس د تاریخ ناقابل انکار حقائق بلل کیږي.talib sa ghorii.. yar

مګر د طالبانو په اړه د محمدیار یار صاحب قضاوت او مبالغه دومره مسخره او له انصافه لرې ده چې زه خو یې بیخي حیران کړم. نوموړي لیکلي.

د طالبانو په دور کې دده په خبره په طالباني وحشي،سخت او تیاره دوران کې چا هیڅ له خولې نه شوای ایستلی، مسلماني په زور وه، باید لنګوټه دې تړلي وای، حتی ساه اخیستل دې په خپل واک کې نه و، او د ساه اخیستلو لپاره مجبور وې چې دده په خبره له یوه ملا یا بې سواده او جاهل طالب نه اجازه واخلې، موږ د بینوا په نوم ټولنه او کتابخانه درلوده د یوه دوکان په پس خانه کې مو جوړه وه ځوانان به راتلل او په پټه یي مطالعه کوله.

محمدیار صاحب ! وایي دزد باش مګر با انصاف … غلا کوه خو انصاف له نظره مه غورځوه، موږ داسې نه وایو چې د طالبانو د حاکمیت دور مه نقدوه، د طالبانو حاکمیت ډیرې نیمګړتیاوې درلودې چې په نقد ارزي ،باید نقد شي ځکه طالبان تر نقد لوړ ندي، مګر نه داسې نقد چې نقد وشرموي، نه داسې نقد چې د خلکو زړه ته نه لویږي ،نګه دروغ وي او د تعصب او ضدیت اثار په کې له ورایه ښکاري.YAR

آیا دا خبره به د چازړه ته ولوېږي چې د طالبانو په مهال خلکو د تنفس اجازه هم نه درلوده، یا خلکو د خبرو او خپلې رایې د اظهار ازادي نه درلوده.

که دومره بندیز و، نو هغه شاعرانه غړانګې چا ایستلې، مشاعرې او ادبي غونډې چا جوړولې، هغه د ارغند د څپو ژبه ، د خوستیو ژڼیو نارې دي ، ستوري د ادب په اسمان کې او د شاعرانو او لیکوالو دغسې نورې پنډې پنډې تذکرې د کوم دور د شاعرانو او قلمبدستانو دي!؟

که بل چا داسې خبرې کړي وای شاید د ناخبرۍ یا ناسمې خبرتیا له امله معذور بلل شوی وای، مګر محمدیار صاحب خو د هغه زمان عیني شاهد او د ټولو ادبي فعالیتونو فعال کس و، د ټولو ادبي فعالیتونو په متن کې واقع و د هغه دور مطبوعات خصوصا د طلوع افغان د ورځپاڼې کلکسیون که همدا اوس هم را واخلئ نو په هره دریمه ګڼه کې یي دمحمدیار صاحب شعر دی، نه پوهیږو یار صاحب چې د ساه اخیستلو اجازه نه درلوده او د خبرو کولو لپاره یي د لایسنس اخیستو اړتیا وه، دغه شعرونه یې چیرې ،څنګه او له کومو امکاناتو په استفاده ویلي دي.ma wa pizana... yar

عجیبه خو لا داده چې محمدیار صاحب په خپلو پرونیو اشعارو کې د طالبانو دوران د ازادۍ،خپلواکۍ ، ډاډ او خوشالۍ دوران بولي، مګر نننی قضاوت یي بیا بلکل سرچپه او بالعکس دی د نوموړي د هغه مهال د یوه شعر عنوان دی د طالب همت په دې شعر کې راغلي.

شکر شکر آزادي ده
داد درب مهرباني ده
ازاد ګرځو آزاد کار کړو
نه په زور مو غلامي ده
نه د چا جبرو ستم شته
نه د ظلم باداري ده
د طالب همت ډېر لوړ دی
غاړه پرې د ګوډاګي ده
یمه خوښ محمدیار ډېر
چې مو برخه کامیابي ده

yar.. talib himat

محمدیار صاحب لیکلي چې هغه وخت لنګوټه تړل اجباري و، مګر دا خبره له بنسټه درواغ ده، ځکه د نوموړي د هغه مهال په یوه تصویر کې چې د بینوا ټولنې له نورو ملګرو سره یي اخیستی ښکاري چې ډیر کسانو خولۍ پر سر دي حتی ځیني سرتور ناست دي، له دې څخه ښکاري چې په هغوی د لنګوټې اجبار نه و په ده هم شاید کوم استثنایي قانون نه وي وضع شوی .

محمدیار صاحب ! که نور نه منې دا خو باید ومنې چې د اوس دربدره حالت په نسبت د طالبانو په وخت کې لږ تر لږه د ادبیاتو ،ادبي جریانونو او شاعرۍ بهیر ښه روان و، هغه مهال تاسو په کندهار کې د بینوا په نوم یوه ټولنه درلوده، هره اونۍ یي غونډې کولې ، د ځوانو شاعرانو دتربیې کار روان و او شاعرانه تندې خړوبېدې مګر اوس په کندهار کې دوه شاعران په یوه لار نه سره ځي، د بینوا ټولنه هم دربدره او متلاشي شوه.

تاسو چې ځان د افغانستان د یوه ماډرن ګوند مشر بولئ او غواړئ افغان ځوانانو ته نوی پیغام له ځان سره ولرئ درته په کار نه ده چې دغسې بربنډ درواغ ووایئ، درواغ د انسان تر ټولو لویه پانګه یعني اعتبار له منځه وړي او بیا یي څوک رښتیا خبرې هم نه مني.

پیغور ورکول او غل تر کوره ځغلول مې عادت نه دی، ګنې ستاسو په نننیو او پرونیو خبرو کې چې په کلکسیونونو کې خوندي دي ډیر داسې تناقضات شته چې که سره پرتله یي کړو لوستونکي به هم ستاسو بدلیدونکي موقف ته ګوته په غاښ پاته شي، او ستاسو د شخصیت بل مخ به ورته څرګند شي.

د اوس لپاره همدومره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

دا مردكه دروغجن نه ده بلكه منافق او ابن الوقت ده.

دا نوع عباد الوقت والدربار خلك به تاسو وگوري چی د طالبانو په بیا حاکمیت کی هغوي ته تر تولو قریب او منلي شي.

له دي ليکني او پرتلي سخه باید طالبان دیر سه زده او په پام کی ونيسي.

سمسور

قلم دې تانداوسه تاته خودې الله ج اجردرنصیب کړي تاخودحق خبره کړې اودمحمدیارصاحب ښکرورو درواغو اویو مخ سپین سترګی چې هغه پښتانه وایي فلانی مې یومخ مې په سترګو راننوزی دې ته اړایستلی یې چې یو څه یې وټکوې چې سدیې سرته راشي (خو زه بیاوام دابیچارګان مجبوردي ټکول به یې هسې دوخت ضایعه وی که دسلطان صاحب لټان نوره خاری اومزدوری دوئ نشي کولای اومصارف ډیردی په ایرانی تومان،سعودی ریال ،پاکستانی کلداری اوافغانی باندې نه پوره کیږي داډالرغضب وهلیو پیداکول بیانسبتاً څه پسته خواری ده خوداخواری هم لکه دمنطقیانو کلی مشکک پرټولو انواعو یورقم نه صادقیږي ځکه ډالر پیداکول… نور لوستل »

امین درمان

کاش چی د محمد یار هغه نور درواغ چی موږ په خبر یو هم ولس ته رسوا سوی وای او دده دا غلته عقیده هم ولس ته په ثبات رسیدلی وای

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x