نظــر

څوک افغانیت نه مني او څوک یې غواړي؟

لیکوال: خپلواک احمدزی

په دی اړه ‌‌‌‌‌‌ډیرو د چارو شنونکو خپل بیلابیل نظریات څرګند کړی، هغی ته یی بیلا بیلی لاری او دلایل جوړ کړی او یا یی پیدا کړی.
په دی اړه جنرال عبدالواحد طاقت یو څه زشتی خبری هم کړی یاده یی دلته حتمی نه بولم خو داسی بریښی چی ‌‌‌‌‌‌ډیری به پری خبر وی او دی.

نن افغانیت ‌‌‌‌‌‌ډیری وګړی غواړی او په مقابل کی یی ‌‌‌‌‌‌‌ډیر کم وګړی بیا نه غواړی البته دغه اټکل د فسبوک او نورو عامه خبری لارو څخه اخلم،

هغه څوک یی چی غواړی او ‌‌‌‌‌‌ددغو غوښتونکو وګړو مشری چی کوی جوته ده چی څه نور اهداف لری او غواړی چی د خلکو له احساساتو ځان خپل هدف ته ورسوی، بیلګه یی د ټاکنو تر مخه په یوه نا ثابت شوی او یا نا تاید شوی پاڼه د غنی پر حکومت کی دځان لپاره ځای جوړول وو خو ښکاره وه چی هغی پاڼی هیڅ بنیاد نه درلود، اونن ګورو چی هغه خلک د خپل کور په انګړ ناست او د خپلو هلو ځلو چی هغه هم ددوی په وینا په ټاکنو کی یی کړی دغنی څخه د بدل اخستلو فکرونه کوی.

که بل اړخ ته نظر وکړو هغه څوک چی افغانیت او اسلامیت نه منی او نه یی غواړی هغوی بیا د بهرنیو ګو‌‌‌‌‌‌ډاګیان معلومیږی البته دا خلک هم د هغو وګړو په مشری کی قرار لری کوم چی دا دوه کلیمی نه منی اوځوان فکر پر ناوړه کارونو تیر باسی دا خلک کم خو زور یی په دولتی ادارو کی ‌‌‌‌‌‌‌ډیر بریښی،

معلومه ده چی بهرنیان د ‌‌‌‌‌‌ډیر لری راتلونکی فکر کړی دوی یی اوس د افغانیت او اسلامیت څخه منکر کړل، لس کاله وروسته به بیا دوی د بانکی نوټونو لپاره راوپارول شی او بیا به د ځان او یا مشخص ځای لپاره ځانګړی نوټونه غواړی بیلګه یی د طالبانو د واکمنی پرمحال د دوستمی نوټونو ده که اوس یی بریا ومونده نو لس کاله وړاندی یی بریا خپله ده.

د هغی وروسته به د خپلی صوبی غوښتنه کړی تر څو شمال یوه صوبه وګرځی او د ټول شمال لپاره یو واکمن وټاکی دا بریا تری هم څوک نسی ګرځولی ځکه پراخ ملاتړ لری،

او بیا دیرش کاله وروسته لری نه ده چی شمال به مو یو بیل هیواد وی ‌‌‌‌‌‌له ګاون‌‌‌‌‌‌ډی پاکستان سره به مو لانجه پر ځای پاتی وی او ددوی سره به لاس او ګریوان یو لوی افغانستان به مو په کوچنی هیواد بدل، ټوټه ټوټه او په دغه ‌‌‌‌‌‌ډول تجزیه شی.

نو افغان ولسمشره د تجزیی چاری ‌‌‌‌‌‌ډیری ګړندی دی د امیر عبدالرحمن خان کوښښ پر سیند مه لاهو کوه بیا به ته نه یی او د تاریخ پاڼه به دی کږه پرته وی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

احمدزی صاحب: تا خو په دې لیکنه نه پوهیږم څومره وخت ضایع کړی وي چې نه مفهوم لري او نه هدف، خو زموږ دې هم وخت پرې ضایع کړ. زه چې درته ګورم په سیاست کې دې خونده نشتهُ لاړ شه یو چیرته په کوم فلم او یا ډرامه کې کار وکړه ښایي ډیر ورته مناسب واست.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x