نظــر

میدان وردګ او فدایی

haleem-fidaie-wardakد خدای قضا او زموږ پرې رضا ده. کېدای شي همدا به زموږ  دخپلو اعمالو سزا وي، چې د الله په مخلوق کې پر موږ فدايی غوندې کس مشر شوی دی. د میدان وردګو ولایت دریمه درجه ولایت دی خو د تعلیم، تحصیل او فرهنګ له پلوه لومړی او یا دویمه درجه ولایت ګڼل کېږي. ددې ولایت ادارې ته یو داسې څوک په کار ؤ، چې  لږ تر لږه که رغونه او پرمختګ هم نه وای شوی نو وروسته هم باید نه وای پاتې شوی او لازمه وه، چې د ولایت حیثیت یې ساتلی وای مګر متاسفانه چې:

•    فدايي صاحب که څه هم یو فرهنګی او علمی شخصیت دی خو نوموړي په وردګو کې دری میمونه (م) په ابدي دښمنۍ نیولي م (ملا)، م (معلم) او م (متعلم). نوموړي د خپلې دندې له سره او د امریکې د دیموکراسۍ خنډ بللي او هر وخت یې له دوی سره خپله دښمني په ډاګه کړې ده.

د فدايي صاحب په مشرتابه کې معلمان وژل شوي، زده کوونکي وژل شوي او د ملایانو بې احترامي شوي خو چې کله خلکو احتجاج کړی نوموړي  بیا خپل مهارت کارولی چې خبره یې چارواک ته ونه رسېږي. همدا وړمه ورځ د چک ولسوالۍ په یو ښوونځي کې یو ښوونکی و ټکول شو او په همدې ورځ د سیدآباد په ولسوالۍ کې د کفتان تاج محمد خان ښوونکي د ملي اردو لخو و ټکول شي اد ښوونځی را ایستل شوي او هم په جغتو ولسوالۍ کې د کلاندې لیسه د ملي اردو لخوا اشغال شوې ده. دا خو د فدايي صاحب عادت دی چې په ملانو پورې خنداوې وکړي او ملنډې پرې ووهي.

•    فدايي صاحب چې په خپلو ادارو کې پاک نفسه مامورین وویني د هغوی لپاره جدي ستونزې را پیدا کوي او د هغوی د بدنامولو لپاره دسیسې جوړوي. که چېرې یو ږیرور مامور ووینی نو د هغوی پر وړاندې خو بربنډ حساسیت ښکاره کوي.

•    د لومړی ورځې چې راغلی له همغې ورځې یې ټول عمر په جلسو، غونډو، د مطبوعاتو لپاره په چمتووالي، د کمرو په برابرولو تېر کړی او مطبوعاتو کارنامې یې د لیکوالو کتابونه چاپول، د طالب او حزبي په نامه د میدان وردګو د ځوانانو ونیولو او وژلو خبرونه او اعلامیې دي.

•    زموږ په ولایت کې هغه وخت جنګ او جګړو زور واخیست او امریکایانو په هره نقطه او ولسوالۍ کې هډې جوړې کړي کله چې فدايي صاحب زموږ د ولایت په ګډۍ کېناست. د همدې والي صاحب د واک په موده کې په جلریز، نرخ، سیدآباد، چک او جغتو کې تر اوسه څه کم ۵۸۰ ځوانان وژل شوي او په سلګونو نور د زندانونو تورو تمبو ته ټېل وهل شوي دي.

•    په ولایت کې د سړکو، ودانیو او…. جوړول خو پر ځای پرېږده بلکې د پخواني والي نیالګي هم ترې وچ شول. والي صاحب د ولایتي شورا او ښاروالۍ په مرسته د میدان د ځمکو په پلور لګیا دی.

•    د ولایت بودجه اکثره د خلکو په اختلافاتو مصرفېږي. کله یو ډول او کله بل ډول خلق را ټول او پانګونه پرې کوي. ترڅو  خپلې بقا لپاره پلانونه جوړ کړي.

•    د والي صاحب بریالۍ طریقه د میدان، وردګو، هزاره او کوچیانو ترمنځ اختلافات ایجاد او خپل حکومت کول دي. کله چې د خلکو لخوا پرې فشار راشی او یا د خطر احساس وکړي په همغه ورځ په حکومت کې د همدې ولایت د اړونده چارواکو په حضور کې حاضر او د هغوی ملاتړ غواړي.

•    د شفافیت ادارې، څارونوالی او اداري فساد ادارو ته وايي چې تاسې خو یو ځل دې ولایت ته سر ورښکاره، دلته د والي صاحب سهمېی او د ورور په نامه شرکت وګورﺉ، چې څومره پیسې یې لوټلي دي.

•    موږ یو ځل بیا په ټینګار سره وایو، چې د هېواد ولسمشر او د هېواد چارواکو ته د میدان وردګو د ولس پر تله فدايي صاحب ډېر مهم او ارزښتناک دی او موږ به یوازې دا وایو چې (د خدای قضا زموږ پرې رضا ده).

وزیر محمد کلیوال
kliwal@yahoo.com

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x