افغانستان

لوګر: محمد اغه کې امنیتي ځواکونو ملکي وګړو درنه مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالي کې د بهرنیانو په ملتیا د افغان ځواکونو له لوري د پیل شويو عملیاتو په اږدو کې درانه ملکی تلفات اوښتي دي.

د دوی په خبره له نږدې پنځو ورځو راهیسې د محمد اغې په زرغون شهر سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده، چې پکې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون تر لسو ډېر کسان وژل شوي دي.

د زرغون شهر اوسېدونکي وايي چې تر اوسه پورې د ګډو ځواکونو په هوانونو کې د ملکي وګړو د وژل شويو شمېره تر لسو اوښتې ده، او لسګونه نور ټپیان دي.

لوګر؛ زرغون شهر کې په ملکي کورونو بمباري
لوګر؛ زرغون شهر کې په ملکي کورونو بمباري

هغوی رسنۍ د دولت «مزدورې» بولي او په وينا يې په زرغون شهر کې د دولت له لوري د روان « جنایت » پر ضد د ولس غږ نه پورته کوي.

د زرغون شهر یو قومي مخور وايي چې دوی د خپلو شهیدانو او ټپیانو د تدفین او درملنې لپاره هم نه پرېښودل کېږي، ځکه چې په سیمه کې بهرنیان هوايي بريدونه کوي او افغان امنیتي ځواکونه پرلپسې توغندیز بريدونه کوي.

تر دې وړاندې هم ځينو سرچينو په لوګر کې د طالبانو د ځپلو په موخه په جګړه کې د ۳۰۰ امريکايي عسکرو د مستقیم ګډون خبر ورکړی و، تر دې وړاندې د هلمند په موسی کلا کې هم ۱۰۰ امريکايي عسکر برخه وال و.

د لوګر سیمه ییزو چارواکو د زرغون شهر په سیمه کې عملیات تایید کړي او په وينا يې تصفيوي عملیات يې پیل کړي دي، خو د ملکي تلفاتو اړوند يې نا خبري وښوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x