افغانستان

ولسمشر د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون اوه وړاندیزونه تاييد کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): له نږدې دوو اوونیو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون له یوولسو وړاندیزونو نه اوه هغه تاييد کړل.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشر د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون اوه وړاندیزونه منلي او عدليې وزارت او چارو ادارې له لوري يې د دې وړاندیزونو لپاره د قانوني زمینو برابرولو غوښتنه کړې ده.

اشرف غني پر دې کمیسیون غږ کړی چې خپل وړاندیزونه دې بیا هم په دقت ولولي او د اجرايوي ریاست له لوري دې يې جمهوري ریاست ته ور ولېږي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون مشر شاه سلطان عاکفي د خپل کړي کار طرحه او اوړاندیزونه اجرايوي رییس عبدالله عبدالله ته وړاندې کړل.

په دې وړاندیزونو کې پر نورو سربېره د الیکترونيکي تذکرو ژر وېش هم غوښتل شوی دی او بې له دې يې د ټاکنو شفافیت نا ممکن بللی دی.

د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې ولسمشر وکوم اوه وړاندیزونه منلي دي، خو اجرايوي رییس پر دې ټينګار کړی و، چې برېښنايي تذکرې به په هماغه ډول چې د وزیرانو شورا يې پرېکړه کړې ژر ووېشي.

د چارو د څارونکو په نظر د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون ټول وړاندیزونه بايد ونه منل شي، د دوی په وينا په دې وړاندیزونو کې داسې څه هم شته چې په لوی لاس یو لوی اکثریت له ټاکنیزې پروسې څنډې ته پرېښودل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x