
زابل: شا جوی کې پولیسو خپل پنځه ملګري وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د زابل په شاه جوی ولسوالي کې د يوې پوستې څو پولیسو خپل پنځه ملګري وژلي او په تېښته بريالي شوي دي.
د زابل ځايي چارواکي وايي چې پېښه نن سهار شاوخوا شبږ بجې رامنځته شوې ده، خو تر اوسه يې عاملین له واکه وتلي دي.
د شاه جوی ولسوال وزیر محمد جوادي رسنیو ته ويلي چې دغه پوسته د شاه جوی په کجیر خېلو سیمه کې پرته وه، چې په وينا يې پولیس په مرموز ډول وژل شوي دي.
جوادي وايي چې د پېښې د څېړنې لپاره يې سیمې ته پلاوی استولی دی.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو ورته پېښې ډېری وخت د وسله والو طالبانو له لوري ترسره کېږي، چې دوی د خپلو ملګرو پر مټ « نفوذي بريد» بولي.
تر دې وړاندې یوازې په هلمند کې په تېره یوه میاشت کې د امنیتي ځواکونو د خپل منځې وژنو شمېره تر شپېتو هم اوړي، چې پوځي شنونکي يې د افغان امنیتي ځواکونو لپاره ستره ننګونه بولي.