نظــر

ولسمشر خو پښتون دی!

محمد ضیاءالحق حقپال

افغانستان هغه هیواد ده کوم چی د هیواد ټول وګړی په ځانګړی ډول پښتانه د تیرو دری لسیزو په لړ کی له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، خو دا ټولی ستونزی که له یوی خوا د بهرنیانو د لاس وهنو له امله په موږ تپل شوی ،د افغانستان د هغو مشرانو له د مشری او واکمنی پایله ده کوم چی د پښتون په نوم د دی بی وزله قوم اصلی دښمنان دی او تل یی هڅه کړی چی هغه واک چی ددوی په ملاتړ یی لاس ته راوړی د دوی پر ضد یی وکاروی.

که دا نږدی تاریخ په دقت وګورو نو دا څرګنده ده چی د ډاکتر نجیب الله د واکمنی څخه تر نن پوری هر هغه په نوم پښتون چی واک یی په لاس کی اخیستی ، تر ټولو لوی زیان یی پښتو او پښتون قوم ته رسیدلی.

او ددی لپاره چی نورو اقوامو ته (په ځانګړی ډول هغی محدودی کورنی ته چی د نورو اقوامو حق یی ټول د خپل ځان بللی) ځان له تعصب څخه لری ښودلی وی نو پښتو او پښتنو ته شا اړولی.

خو دا خوار پښتون هیڅکله هم ددی خرڅ شوی واکمن( په نوم پښتون) پر ضد را ولاړ نشو ځکه د هغه خوله په دی نوم په دی هیواد کی تړل شوی چی (ولسمشر پښتون دی).

خو دا ورته ځرګنده نه ده چی ولسمشر همدی خبری واک ته رسولی او نور پښتون او پښتو نه پیژنی.

هر کله چی واک ته ورسید نو بیا په خپل قومیت او ژبی شرمیږی ، او چی کله بیانیه ورکوی نو لومړی په نورو ژبو پیل وکړی ځکه دی وایی چی پښتانه خو می په دی خوشحاله کړی چی زه پښتون یم خو دا حقیقت ندی !

ولسمشر د هغی محدودی کورنی په واک کی دی کومه چی ځان د ټول هیواد واکداران بولی، او کله چی هغوی ورته څه ووایی نو ولسمشر هماغه تګلاره خپله کړی.

خو ټوله بیوزلی به پښتون قوم تیروی ځکه چی ولسمشر پښتون دی.

او نور ټول واک له نورو سره وی ، او که هر څه کوی نو پښتانه به هیڅ نه وایی.

همدا راز تر ټولو ستر حقیقت دادی چی د دا پښتون بیا بیا تیر وځی او بیا هم د هغه چا ملاتړ کوی کوم چی د پښتو او پښتون د نابودی او بربادی هڅه کوی،او په دی کار کی ور سره هغه څو خرڅ شوی او د نورو هیوادونو اجینټان ورسره مل دی.

او همدا خلک د ددی ستر او عظیم قوم حق خپلوی او تری ګټه اخلی ،په داسی حال کی چی پښتانه هغه په خپل قوم کی نه حسابوی.

او نه دوی خپل اصلی ټاټوبی ته تلی شی، نو کله چی څوک خپل د زیږیدو ځای ته نشی تلای او نه یی پیژنی او پری شرمیږی نو هغه ته موږ پښتون نشو ویلی .

او هغه څوک چی په خپلی پښتو او پښتنو شرمیږی ،نو پښتانه د هغه په موجودیت شرمیږی.

همدا راز په دی لړ کی هر هغه پښتون چی سر یی د پښتو او پښتانه ته د خدمت لپاره را اوچت کړی نو سر تری په یوه او بل نوم غوڅیږی.

ښوونځی د پښتنو په سیمو کی سوځول کیږی. جنګ د پښتنو په سیمه کی کیږی. بهرنی عسکر د پښتنو په سیموکی خلک وژنی او بیا وایی چی لیونی شوی و.

خو دا هر څه یو تصادف نه دی ،دا یو ستر تړون دی د پښتو او پښتانه د ورکولو لپاره چی د همدی خرڅ شوی پښتنو په مرسته پلی کیږی.

او ددی ټولو بد بختیو سره نن ټول پښتانه لاس او ګریوان دی.

او هغه پښتون چی د نورو هیوادونو مشری به یی کوله نن ورته په خپل هیواد کی د یو اقلیت په سترګه هم نه کتل کیږی ځکه ولسمشر خو پښتون دی.

خو دا یو منل شوی حقیقت دی چی د پښتو او پښتانه لوی دښمن هغه پښتون دی کوم چی په نوم پښتون وی او واک یی د نورو په لاس کی دي.

او دوی خپل ګټل شوی حق ورسره شریکوی تر څو د پښتنو د بربادی لپاره لا نوری هڅی وکړی،او پښتون له دی هیواده ورک کړی.

په دی څو کلو کی چی نورو په موږ فرهنګی یرغل کړی ،تر ټولو لومړی یی ولسمشر ملاتړ کړی.

د نورو په وینا یی هغه مډالونه او رتبی هغو ته وسپارل کوم چی د ډیرو وینو په تویولو سره لاس ته راغلی وی.

او هغه چاته وسپارل شول کوم چی د پښتون او پښتو د بربادی لپاره یی ډیری هڅی کړی وی، پښتون قوم یی په نړیواله کچه بی فرهنګه، تروریست او وحشی معرفی کړی و.

او د داسی ولسمشر به هیله هم دا وی او وایی به چی دا خلک به زما نوم په تاریخ کی په ښه نوم سره یادوی ځکه چی ده پښتیواو پښتانه ته دومره کار کړی دی.

پښتانه هغه خلک دی کوم چی د افغانستان د خلکو ډیره برخه تشکیلوی او هغه خلک دی چی د تاریخ په اوږدو کی د افغانستان واکمنی له دوی سره ده ، او هیڅکله هم دوی له چا سره تعصب نه لری ، خو د خپل حق غوښتل د تعصب په معنی نه دی.

پښتانه هیڅکله دا نه وایی چی نور اقوام د په دی هیواد کی حق و نه لری، اما دا هم وایی چی د پښتون حق د واقعی پښتنو ته ورسیږی.

پښتانه په خپله پښتوژبه باندی فرهنګی یرغل نه منی، او د پښتون حق پښتانه ته غوښتونکی دی.

په تیرو څو کلونو کی چی حقیقی پښتانه له سیاسته لیری پاتی شوی ، نو هیواد له داسی بد مرغیو سره مخ شو،او دا د دیموکراسی په نوم کومه غربی مفکوره چی نن د افغانستان ولس یی له تباهی سره مخ کړی دی ،همدا مشران یی د پلی کیدو ملاتړی دی، پداسی حال کی چی د دیموکراسی او اسلام تر منځ د نظر لوی اختلاف موجود دی .

اسلام په ښایسته سالاری باندی ټینګار کوی ، په اسلام کی اهلییت او علمیت باندی باور دی ، اما په دیموکراسی کی اقلیت تر پښو لاندی دی او اکثریت په نظر کی نیول کیږی.

اسلام یو الهی قانون دی او ټول قوانین پکښی موجود دی نورو قوانینو ته ضرورت نه لری.

اما دیموکراسی د افرادو نظریات دی او دا له اسلام سره په هیڅ صورت د ارزونی وړ نه ده.

نو که چیری موږ وایو چی موږ مسلمانان یو نو یواځی د اسلام نوم کافی نه ده ،بلکی د اسلام د قوانینو پیروی او تطبیق په هر مسلمان فرض ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x